روزنامه اصلاح

د دهراود د ولسونو دوې لویې ستونزې!

دا ستونزی  په ټوله کی د روزګان ولایت ستونزی دی خو ،د دهراوت او چارچینو ( شهید حساس) ولسوالیو ولسونه زیات کړیږی.

دا څو کاله کیږی چې د روزګان ولایت د دهراوت ولسوالۍ لار د مرکز ترینکوټ سره تړلی ده چې له امله یې د دهراوت او چارچینو ولسوالۍ په سلګونه زره اوسېدونکی د سختو ستونزو سره مخ دی

همدا رنګه دا څو میاشتې نه بلکې څو کاله کیږی چې د روزګان ولایت په دهراوت او چارچینو ولسوالیو کې ټولو مخابراتی شبکو خپل کار او فعالیت بند کړی او هېڅ ډول مخابراتی شبکې په دې دوو ولسوالیو کې کار نه کوی چې د دې دوو ولسوالیو په سلګونه زره ولسی خلک یې له ډیرو سختو ستونزو سره مخ دی او په یادو ولسوالیو کې خو حتا خلک  دخپلو خپلوانو د ژوندی او ګ څخه هم نه دی خبر

پوښتنه داده چې:

– ایا روزګان هم د افغانستان د ولایتونو څخه یو ولایت دی؟

– ایا دهراوت او چارچینې هم د روزګان د ولسوالیو څخه ولسوالۍ شمېرل کیږی؟

– ایا موږ محلی حکومت لرو؟

– ایا موږ په ولایتی شورا کې استازی لرو؟

– په ولایتی شورا کې استازی لرو، نو خولې یې ګنډل سوی او که په خپلو شخصی ګټو مصروف دی چې ږغ یې د رسنیو په وړاندې نه پورته کیږی؟

– ایا مونږ په پارلمان کې استازی لرو او که نه که لروی نوولی چوپه خوله پاتی دی؟

– او که لرو یې، نو دا محترم استازی د دهراوت او چارچینو په نوم کومه ولسوالۍ پېژنی او که نه؟

–  اخر تر کومه وخته به داسې بې مسؤولیتی روانه وی؟

– ترکومه به د دهراوت او چارچینو سره د مور او میرې چلند کیږی؟

د دولت له مسؤولو ادارو څخه د هراووت او چار چینو د ولسوالیو د ټولو اوسیدو او په ځانګړی توګه دځوانانو غوښتنه داده چی و یا دو نیمګرتیاوو  او ستونزوته باید ژر تر ژره د حل لاری چاری ولټول ځی تر څو د یا رو ولسوالیو د کړیدلو ولسونو در دونو او کړا وونوته د پاتی تکی کیښـودل شی دا د دوی روا او قانونی حق دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید