روزنامه اصلاح

د خلکو همکارۍ ته اړتیا ده

له بده مرغه د کرونا ویروس په اړه دننه په هېواد کې وروستی خپاره شوی رپوټونه د ژورې اندېښنې وړ دی. د عامې روغتیا وزارت د وروستیو رپوټونو له مخې پر کرونا د اخته شویو شمېر ۱۷۴ ته ورسېد. د اندېښنې وړ خبره دا ده چې دغه ګراف ورځ تر بلې لوړېږی.

که تر څو ورځو وړاندې پورې کرونا یوازې له ایرانه په راستنېدونکو کې مثبته وه، اوس په هغو کې هم مثبته راوځی چې ایران او نورو هېوادونو ته د سفر مخینه نه لری او دا په افغانستان کې کرونا د خپرېدو په اړه د خطر زنګ دی.

د باختر آژانس مفسر د کرونا په مخنیوی کې د خلکو همکارۍ اړتیا ته کتنه کړې ده او لیکی:

ټولو ته څرګنده ده چې کرونا درملنه نه لری او نه یې د وقایې واکسین لا جوړ شوی او دا هم څرګنده نه ده چې دا واکسین به کله جوړېږی.

د  وقایې یوازینۍ لاره د هغو روغتیایی لارښوونو رعایتول اوعملی کول دی چې د روغتیا نړیوال سازمان او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت یې وړاندیز کوی.

اوس پوښتنه دا ده چې دا سپارښتنې باید څنګه عملی شی او په دې برخه کې څوک مسوولیت لرئ؟

ځینی وایی چې حکومت باید خلک په زور مجبور کړی چې دا سپارښتنې عملی کړی. منو چې دا د حکومت تر ټولو ستر مسوولیت دی چې په هر ډول کېږی باید د خلکو روغتیا د کرونا له ګواښه وژغوری، خو حکومت د خلکو له همکارۍ پرته کوم کار کولی نه شی.

د خلکو همکاری اړینه ده، د خلکو همکاری برخلیک ټاکونکې ده، د خلکو همکاری د کرونا ویروس د ګواښ په شنډولو کې اساسی نقش لوبوی.

د بېلګې په توګه به د ښارونو د قرنطین موضوع راواخلو. مرکزی حکومت او همدارنګه یو شمېر سیمه ییزو ادارو د کابل په ګډون د یو شمېر ښارونو د قرنطین پرېکړه کړې ده، خو له بده مرغه خلک دا پرېکړه نه عملی کوی او د قرنطین شرایط نه رعایتوی او په ښارونو کې آزاد تګ راتګ کوی.

حکومت نه شی کولای چې هر هېوادوال ته یو عسکر توظیف کړی او یا د هر کور مخې ته عسکر ودروی چې خلک له کورونو د باندې راپرې نه ږدی. همدا رنګه حکومت نه شی کولای چې هر هېوادوال مجبور کړی چې خپل لاسونه په اوبو او صابون ومینځی.

دا او ورته نور ګڼ کارونه د خلکو همکاری غواړی او د  خلکو له همکارۍ پرته ترسره  کېدای نه شی.

خلک باید دا همکاری خپل ملی، دینی او اخلاقی مسوولیت وګڼی او دا د خپل ژوند د ژغورلو تر ټولو اغېزمنه لاره وبولی.

ښایی دا به تکراری خبره وی چې وویل شی کرونا له خلکو سره ټوکی نه کوی، خو دا یو انکارنه  منونکی واقعیت دی، کرونا رښتیا هم له خلکو سره ټوکې نه کوی.

زموږ قدرمن هېوادوال باید د چین، ایټالیا، ایران، هسپانیا، کوریا، جاپان او نورو هېوادونو تجربې په پام کې ونیسی، په یو شمېر هېوادونو کې هره ورځ شاوخوا رز تنه خپل ژوند له لاسه ورکوی.

موږ پر ټولو هېوادوالو غږ کوو چې دعامې روغتیا وزارت سپارښتنې رعایت کړی او خپل ژوند ته ارزښت ورکړی او د دغه ستر روغتیایی او بشری ناورین په مخنیوی کې ونډه واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید