روزنامه اصلاح

د خلکو د کلتور رئیسی: د نوروز جشن د هېواد تاریخی او لرغونی میراث دی

د افغانستان په لرغونی تاریخ کی د نوی کال لمانځل له ډیرو پخوا وختونونه زموږ په هېواد کې رواج درلود او تر ننه پوری دا ورځ د یوی ملی، عنعنوی، کلتوری او دودیزی میلی په بڼه په شاندار و مراسمو لمانځل کیږی. د نوروز په راتلو سره د ژمی د فصل او موسم اخرنی ورځ پای ته رسیږی او پسرلنی نوی فصل او موسم د ګلانو په غوړیدو او د بلبلانو په آوازونو، د نسترن، نرګس، لاله او د ګلاب د ګل په زړه راښکونکو خوشبویو سره را رسیږى.

غرونه، دښتی، شاړی ځمکی او دری د ښایستوب داسی جامی آغو ستی وی چی د ژوندانه د نوی فکر او نوی خیال هیلی او پیغام راوړونکی وی.

نوی کال د طبعیت له رنګینیو څخه ډک او د راتلونکی هوسا او خوږ ژوند په زړه پوری الهام پکښی نښتی وی.

نوروز یا نوی کال د نړی په ګوټ ګوټ او په ځانګړی ډول په اسلامی هېوادونو لکه ترکیه، ایران، تاجکستان، ازبکستان، آذربایجان، ترکمنستان، قزاقستان، تاتارستان، قرغزستان او ځینو نورو هېوادونو کی د یوی خاصی او ځانګړی ورځی په توګه لمانځل کیږی.

ذکر شوی هېوادونه دا ورځ د خپلو خلکو د لرغونی تاریخ پربنسټ پر جلا جلا دودونو سره لمانځی چه د لمانځنی مراسم یی یو له بل سره توپیرلری.

د نوروز د جشن د ښى نمانځنی او په هغی کې د مروجو دودونو په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د خلکو د کلتور رییسی آغلی محبوبی بابکرخیل داسی وویل:

په افغانستان کی دا ورځ هم خپلی تاریخی ریښی لری، نوروز یا پسرلی زموږ په هېواد کې د مختلفو قومونو او ملتونو په منځ کی په بیلابیلو مراسمو سره لمانځل کیږی. د هېواد په جنوبی، غربی  او شرقی برخو لکه هلمند، کندهار، فراه، نیمروز، زابل، ارزګان، ننګرهار، لغمان، کونړ، پکتیا، میدان او غزنی ولایتونو او سیمو کی دا ورځ د دولتی چارواکو او عامو وګړو لخوا د نوی کال او پسرلی په نامه یادکیږی.

– د نوروز لرغونی جشن چې د طبعیت د ژوندی کیدو او د نوی ژوند د پیلدو پیلامه ده د ښی لمانځنی لپاره یی تاسو څه
تدابیری نیولی؟

ځواب: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هر کال د نوروز جشن لمانځلو او جوړولو لپاره یوه کمیسیون جوړ وی چې په دغه کمیسیون کې کابو څلویښت دولتی او نا دولتی بنسټونه شامل دی. یاد کمیسیون د نوی کال او نوروز جشن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر رهبرۍ لاندې په بېلابېلو ځایونو کی د لمانځلو لپاره تدابیر نیسی. د ۱۳۹۸هـ ش د  نوروز او نوی کال جشن د کابل په (۷) تاریخی ځایونو کې لمانځل کېږی لکه د بابر بڼ، د ملکې ماڼۍ ، د پغمان قصر، بادام باغ بڼ، د ښځو شهرارا بڼ، د خیرخانې تفریحی پارک، د معارفت لیسه، تیمور شاهی بڼ او حبیب ځاځی تفریحی پارک هغه ځایونه دی چې راتلونکی نوروز جشن به پکې جوړ شی، چې د دغو جشنونو رسمی مراسم به د بابر بڼ او د ملکې په ماڼۍ کې وی. همدارنګه د کابل په ځینو ولسوالیو او یوشمیر ولایتونو کې هم د نوروز د جشن لپاره پروګرامونه جوړ شوی دی. په دغه جشن کې به بېلابېل نندارتونونه او دودیز رواجونه نندارې ته وړاندې شی. موسیقی، تیاتر، د لاسی او هنری توکو نندارتونو نه یې بېلګې دی.

– سږنی نوی کال د تیر کال سره، څنګه پرتله کوی او توپیر یی په څه کې دی؟

ځواب  ـ د تېرو کالونو په پرتله د راتلونکې نورزو د مراسمو توپیر دا دی چې سږ کال د نوروز په جشن کې د شعر نړیواله ورځ هم لمانځل کېږی ځکه د  لمریز کال لومړۍ ورځ د شعر د نړیوالې ورځې سره سمون لری، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوروز د ورځې په ماښام پسرلنی مشاعره هم جوړه وی او  په دغه مشاعره کې غوره شعرونو ته جایزې او ډالۍ په پام کې نېول شوی دی. بل توپیر به یې له نورو کالونو دا وی چې  راتلونکې کال ته دسولې د راتګ هیلې زیاتې شوی دی. د نوروز د جشن د کمیسیون په وړاندیز د وزیرانو شورا لخوا راتلونکی کال د سولې، پرمختګ او ولس واکۍ په نوم نومول شوی دی. – دا لرغونۍ او تاریخی ورځ د دین او مذهب سره څه اړه لری؟

ځواب:  د نوروز د جشن دینی او مذهبی اړخ بېل بحث دی، چې دینی علماوو په دې هکله نظرونه وړاندې کړی او په دغه اړخ باندې یې بحث نه کوم. د اطلاعاتو او فرهنک وزارت دا جشن د هېواد د فرهنګی ارزښتونو د ساتنې په موخه لمانځی ځکه دا جشن زموږ د هېواد او هویت له لومړنیو تاریخی میراثونو څخه دی او د یو ملی او لرغونی ولسی جشن په توګه یې لمانځو څو وکولای شو خپل فرهنګی میراثونه او دودونه ژوندی وساتو او درناوی یې وکړو.

د نوروز دجشن دوامداره لمانځنه څه ګټه لری؟

ځواب: د نورزو جشن یو ملی او ولسی جشن دی، ځکه له پېړیو راهیسې د خلکو منځ کې دود دی او عام وګړی د نوی لمریز کال په پېلدو سره ځانګړی مراسم ترسره کوی. د نوروز د جشن په ژوندی ساتلو کې د ولس ونډه زیاته ده. خلک په دې باور دی چې د نوی کال په پیلېدو طبیعت نوی رنګ اخلی او خلک په نوی هوډ کار او زیار ته ملا تړی او دا ورځ د راتلونکی فصلونو لپاره په نېک فال نیسی . دا چې دا جشن ولسی دی او د ولس په منځ کې پخوانی مخینه لری او لمانځنه یې تر ننه پورى د پاتې کېدو اصلی لامل دی چې له لرغونی اریانا نېولې تر نننۍ افغانستانه په خپل پخوانی دود او دستور سره لمانځل کیږی.

عزاله بابکرخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید