روزنامه اصلاح

د خاشقجی دوسیه کې سعودی ترکیې ته خپل وګړی نه سپاری

سعودی عربستان د خبریال جمال خاشقجی د وژنې په تور ترکیې ته د خپلو دوو وګړو د سپارلو غوښتنه رد کړې ده.

د سعودی د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په خبری غونډه کې ویلی چې دوی به هېچاته خپل وګړی ونه سپاری.

شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له سعودی وغوښتل چې د عرب خبریال جمال خاشقجی د وژنې په تړاو دوه تورن لوړپوړی سعودی وګړی ترکیې ته وسپاری.

څو ورځې وړاندې د ترکیې یوې محکمې د ژورنالېست جمال خاشقجی د وژولو په قضیه کې، د هغو دوو سعودیانو د نیولو امر وکړ چې ولیعهد محمد بن سلمان ته نژدې دی.

ترکیې له سعودی غوښتی چې د سعودی د استخباراتو مرستیال مشر احمد عسیری او په شاهی دیوان کې سلاکار سعود القحطانی ور وسپاری چې په ترکیه کې محاکمه شی.

بلخوا ریاض وایی چې د جمال خاشقجی د وژنې په قضیه کې ۱۱ کسان نیولی چې سعودی کې به محاکمه کېږی.

د سعودی د بهرنیو چارو وزیر ویلی ترکیې ورسره د معلوماتو په شریکولو کې پوره مرسته نه ده کړې.

“څنګه چې موږ تمه کوله هغسې ترک چارواکو له موږ سره همکاری نه ده کړې”

نوموړی زیاتوی چې دوی له انکرې لا نور معلومات غوښتی و، خو ورسره شریک شوی نه دی.

“موږ په ترکیه کې له خپلو ملګرو د لا ډېرو لاسوندونو غوښتنه کړې، هغه چې موږ سره د تورنو په محاکمه کې مرسته کوای شی، خو هغه څه مو نه دی ترلاسه کړی چې اړتیا یې ده”د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلی چې د سعودی لوړپوړو چاروکو د خاشقجی د قتل امر کړی، خو په ورته وخت اردوغان ویلی چې د سعودی له حاکمې کورنۍ سره د اړیکو خرابولو لېوالتیا هم نه لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید