روزنامه اصلاح

د حوالې خدمات د پُست د نړیوالې اتحادې د سیستم له لارې پیلیږی

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبی وایی، په تیرو کلونو کې په افغانستان کې د پُستی خدمتونو د عصری کولو په برخه کې ډیر کار نه دی شوی، خو د کله څخه، چې ده د دغه وزارت چارې په لاس کې اخیستی د پُستی خدمتونو د عصری کولو لپاره یې یو لړ ګامونه اوچت کړی، چې. د کابل په ښار کې د پُسته خانو عصری کول او افغانستان ته د پُست په برخه کې د ټکنالوژۍ راوستل په کې شامل دی.

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزیر، چې په کابل کې په نړیوالو معیارونو د یو عصری پُسته خانې د پرانیستلو په مراسمو کې یې د پنجشنبې په ورځ (وری ۲۲مه) خبرې کولې وویل، چې ډیر ژر به د کابل ښار کې شپاړس پخوانۍ پُسته خانې بیا ورغول شی او ۲۰ نورې به په دغه ښار کې جوړې شی.

هغه وویل، دغه پُسته خانې به د نوری فایبر په واسطه هم ونښلول شی.

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزیر وویل، چې سږکال به د کابل د حضوری چمن په سیمه کې د پارسلونو او پُستی مراسلو د بسته بندۍ لپاره هم یو مرکز جوړ شی.

شهزاد اریوبی وویل، په افغانستان کې ډیجیټل بکسونو او انلاین پُست بکسونو د ټاکنالوژۍ د استعمال او رواجولو سربیره د پارسل د لاکر د سیستم استعمالول هم پیل شوی دی، چې د پارسلونو د مصونیت خوندیتوب سره مرسته کولی شی .

دښاغلی اریوبی وویل ” یو بل ښه زیری د ولس لپاره دغه دی، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال ترپایه پورې د پُست ټول مالی خدمات د پُست د نړیوالې اتحادې یا انټرنشنل فنینشل سیستم له لارې به پیل شی” .

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت وایی، د دغه سیستم له لارې د پیسو لیږد رالیږد د ویسټرن یونین د سیستم پرتله ارزانه دی.

په افغانستان کې په دې وروستیو کلونو کې په انلاین بڼه سوداګرۍ پیل شوې، خو تراوسه رواج شوې نه ده او په محدو شمیر خلک ورڅخه کاراخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید