روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایی، پر دینی عالمانو وروستۍ ترهګریزې حملې د اندېښنې وړ دی.
د دغه وزارت ویاند ناصر الدین- دریځ ازادی راډیو ته ویلی چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دینی عالمان اړ دی چې امامت وکړی او خپل رسالت ادا کړی، خو له خپل ځانه د دفاع په برخه کې ناتوانه دی.
دی وایی: “واقعاً دا حملې د اندېښنې وړ دی، که څه هم دا شان حملې د ټولنې په ټولو اقشارو کېږی، خو دینی عالمان ناتوانه قشر دی، بې دفاع دی، ځکه هغوی امنیتی ساتونکی او لازمه امنیتی اسانتیاوې نهلری، نو له دغو حملو تر ټولو زیات دوی زیانمن دی.”
دا پهداسې حال کې ده چې تازه د دوشنبې په سهار په کابل کې د دغه وزارت د ملکی مامورینو پر یو موټر چاودنه وشوه چې د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند په خبره د دوو ښځو په ګډون پهکې لس کسان ټپیان شول.
تر دې یوه ورځ وړاندې په کابل کې یو بل دینی عالم شبیر احمد- کاموی هم د نامعلومو وسلهوالو له لوری ووژل شو، همدا راز د جمعې په ورځ د دغه ښار په یو جومات کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکه په چاودنه کې دینی عالم مولوی سمیعالله ریحان په ګډون دوه کسان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.
پر دینو عالمانو د وروستیو ترهګریزو پېښو مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نهدی اخېستی.
تردې وړاندې د افغانستان د عالمانو شورا ویلی و چې په تېرو ۱۵ کلونو کې په بېلابېلو پېښو کې شاوخوا ۱۰۰۰ دینی عالمان وژل شوی دی.
پر دینی علماوو وروستیو حملو د افغان حکومت مشران هم اندېښمن کړی، د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې د ملی یووالی حکومت اجرائیه رئیس
عبدالله عبدالله د غونډې تر پیل دمخه رسنیو ته وویل چې پهدې وروستیو کې دینی عالمان ځکه په نښه کېږی چې دوی د سولې ملاتړ کوونکی او د امن غوښتونکی دی.
داکتړ عبدالله عبدالله امنیتی ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې د ټولو ولس په تېره بیا د دینی عالمانو امنیت خوندی کړی.