روزنامه اصلاح

د جګړو اکثره قربانیان عام افغان وګړی دی

د افغانستان د بشر حقونو د جګړو اکثره قربانیان عام افغان وګړی دیخپلواک کمېسیون او سازمان وایی، په دغه هېواد کې د جګړو اکثره قربانیان عام وګړی دی.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هېواد کې روان جګړه‌ییز وضعیت د اندېښنې وړ بولی.
د دغه کمېسیون د رسنیو برخې مشر ذبیح‌الله فرهنګ وویل چې کمېسیون په دې اړه په خپل شپږ میاشتنی راپور کار کوی چې ډېر ژر به بشپړ او له خلکو او رسنیو سره شریک شی.
‎د افغانستان د بشر حقونو سازمان هم په دې اړه اندېښنه ښیی.
‎د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل وایی: “په خواشینۍ سره چې ورځ بلې ته په هېواد کې جګړې زیاتېږی، دا د دې لامل ګرځی چې ملکی خلک ووژل شی، دوی ته د سر او مال زیانونه اوړی او له خپلو مېنو بې‌ځایه کېږی، دا هغه څه دی چې د بشری حقونو پر بنسټ جنګی جنایات بلل کېږی.”
د وروستیو جګړو د قربانیانو کورنۍ هم همدا خبره کوی او له افغان حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه کوی.
‎مخکې تر دې افغان حکومت تل ټینګار کړی چې د جګړو پر مهال د ملکیانو خوندیتوب ته دېر پام کوی.
طالبانو هم ورته ژمنې کړې وې، خو د وروستیو جګړو د ملکی قربانیانو حال دا څرګندوی چې په دې ژمنو عمل نه‌دی شوی.
ښاغلی لعل او د قربانیانو کورنۍ له افغان حکومت او طالبانو د جګړو د نړیوالو اصولو په پام کې ساتلو او د جنګونو د پای غوښتنه کوی.
‎د مې میاشتې له لومړۍ نېټې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی په دغه هېواد کې جګړو هم زور اخیستی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید