روزنامه اصلاح

د جمهور رئیس په مشرۍ د ټاکنو ملاتړی ګروپ سره د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په اړه غونډه جوړه شوه

د جمهوری ریاست د راتلونکو ټاکنو په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نړیوالې ټولنې او د حکومت ګډه غونډه پرون له غرمې مخکې په دلګشا ماڼۍ کې جوړه شوه.

په پیل کې جمهوررئیس په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر کارکوونکو تروریستی برید په سختو ټکو وغانده او یوځل بیا یې د قربانیانوکورنیو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټولو هیوادوالو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

د غونډې د اجنډا مطابق په راتلونکو ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه د استفادې لپاره د بودجې د تدارکاتو پر موضوع د بحث پرمهال جمهوررئیس غنی لارښوونه وکړه چې له ځنډ پرته دې د تدارکاتو موضوع پیل شی او د ملی تدارکاتو کمېسیون دې داړتیا وړ پاتې  تخنیکی لوازمو د برابرولو پړاوونه بشپړکړی.

همدارنګه د ټاکنو د بودجې پر موضوع له مفصل بحث وروسته د مالیې وزارت ژمنه وکړه چې له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ به د ټاکنو خپلواک کمېسیون  د بودجې جزئیات  نهایی او په هغه کې به د دولت د بودجې او همدارنګه د نړیوالې ټولنې د مالی مرستو اندازه مشخصه شی.

د هیواد جمهوررئیس د ټاکنو پر شفافیت او د ټاکنو په پروسه کې د دولتی مسوولینو پر عدم مداخلې د ټینګار ترڅنګ، د ټاکنو بهیر دقیقه څارنه د ټاکنو پروسې د شفافیت لپاره ارزښتناکه وبلله او له نړیوالې ټولنې او د ټاکنو اړوندو بنسټونو څخه یې په ټینګار د ټاکنو پروسې د هر پړاوو د دقیقې څارنې غوښتنه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید