روزنامه اصلاح

د جمهوررئیس غنی د جمهوری ریاست د ټاکنو پر قطعی ترسره کېدو ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غنی په مشرۍ د کابینې غونډه په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې غونډې کې لومړی د دښمن د وروستیو بریدونو د قاطع دفع کولو په خاطر د هیواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو قدردانی وشوه، د امنیتی ځواکونو شهیدانو په ځانګړی ډول د شهید جنرال عبدالغفار احمدزی اروا ته چې د هیواد د دفاع په خاطر یې خپل ځان قربان کړ، د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا دعا وشوه.

جمهوررئیس د راروانو ټاکنو د ترسره کېدو په اړه خبرې وکړې او د حکومت له لوری یې د هغو د زیاتو لګښتونو د تامین په پام کې نیولو سره د جمهوری ریاست د ټاکنو پر قطعی ترسره کېدو ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، هیڅ راز مادی خنډونه د دغې پروسې د ترسره کېدو مخه نشی نیولای او د ولسی نظام معیار هماغه ټاکنې دی، ځکه په هغو کې د خلکو غوښتنې منعکس کېږی.

جمهوررئیس غنی یو ځل بیا سوله او ټاکنې د یوبل بشپړونکی وبلل او زیاته یې کړه، دولت د سولې پر پروسې جدی تمرکز لری او سولې ته د رسېدو چوکاټ د لویې جرګې له پرېکړه لیک څخه چې د افغانانو د ارادې تمثیلونکی دی، تعین شوی. جمهوررئیس بیت الله شریف ته د حاجیانو د استولو په برخه کې د اسانتیاو د برابرولو او د افغان حاجیانو د الوتنو د پیل په خاطر د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او ملی تدارکاتو ادارې کړنې وستایلې، له وزارتونو او دولتی ادارو یې وغوښتل چې د حج پروسې په اړه هراړخیزه همکاری وکړی په ځانګړی ډول یې بهرنیو چارو وزارت موظف کړ چې د دغې پروسې د لاچټکتیا لپاره ټول امکانات برابر کړی.

د اجنډا مطابق د مالیې وزارت معین د ۱۳۹۸ مالی کال له پیل څخه د چنګاښ تر ۲۴ نیټې پورې دبودجې د مصرف راپور او د ۱۳۹۸ مالی کال په وسط کې د ملی بودجې د ارزولو د مسودې طرحه غوندې ته وړاندې کړه.

کابینې د مالیې وزارت د قدردانۍ ترڅنګ د بودجې د مصرف راپور او د ۱۳۹۸ مالی کال په وسط کې د ملی بودجې د ارزولو د مسودې طرحه تائید او مالیې وزارت یې موظف کړ چې د کابینې د غړو د نظریاتو په اړه له دوی سره تفاهم وکړی او د کال د وسط په بودجه کې د توبرکلوز روغتون ناروغانو د اعاشې د تامین په خاطر د اړتیا وړ وجوه په پام کې ولری او یاده بودجه دې د تصویب په خاطر ملی شورا ته واستوی.وروسته د ټرانسپورټ وزیر د بدخشان ولایت د بهارک – اشکاشم د ۱۰۸ کیلومتر سړک د جوړولو په خاطر د ۱،۵ میلیارد افغانیو په مجموعی قېمت د اشخاصو د ۱،۹ میلیون مترمربع موازی استملاک، غونډې ته وړاندې کړ چې تصویب شو.

ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې د ۲۹/۱/۱۳۹۸ نېټې د اقتصاد عالی شورا د ۲ غونډې د هدایت مطابق د پنجشېر ولایت د اوسپنې کان د طرحې د تائید په اړه د دې وزارت غوښتنه غونډې ته مطرح کړه، چې تصویب شوه.

دغه راز د غونډې په پای کې د عدلیې وزیر د نورافشان موادو د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې په پرنیسب کې تصویب او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه د کابینې د غړو د اصلاحی نظریاتو مطابق اصلاح او نهایی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید