روزنامه اصلاح

د جلال آباد ښار د داخلی سړکونو د جوړولو په ګـډون د ۱۶ تدارکاتی مـواردو منظوری

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غنی په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې د ملی تدارکاتو ادارې لوی رئیس الهام عمر هوتکی ملی تدارکاتو کمېسیون ته د ۱۳۹۸مالی کال د لومړیو شپږو میاشتو د کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ او وې ویل، په دغه موده کې ملی تدارکاتو کمېسیون له ۸۶ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۴۱۳ تدارکاتی موارد ارزولی چې د ۱۳۹۷ مالی کال د لومړۍ نیمایی په پرتله دغه کمېسیون له ۷۰ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۳۳۴ تدارکاتی موارد ارزولی چې مثبت توپیر په ډاګه کوی.

وروسته د اجنډا مطابق ۱۸ تدارکاتی مورده وارزول شول چې په پایله کې ملی تدارکاتو کمېسیون له ۸۳۵ میلیون څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۶ مورده منظور کړل.

دغه راز کابل ښاروالۍ د چوکاټی قرارداد پر بنسټ په درې لاټونو کې د ساختمانی موادو د تدارک پروژې او ملی سټنډرډ ادارې د هیواد په بندرونو کې د نفتی موادو او مایع ګازو د کیفیت او کمیت د ارزولو لپاره د طرزالعمل په اړه غوښتنې وکړې چې ملی تدارکاتو کمېسیون د چارو د لا ښه پرمختګ لپاره یادو بنسټونو ته لازمې لارښوونې وکړې. ملی تدارکاتو کمېسیون د هرات ولایت له ګلران ولسوالۍ څخه تر رباط سنګی پورې د ۱۰ کیلو متر اوږد سړک پروژې په اړه د ترانسپورټ وزارت غوښتنه له هراړخیزې ارزونې وروسته هغه داوطلب ته چې وړ بیه یې وړاندې کړې وه، دغه پروژه منظور کړه.

سربېره پر دې دغه وزارت له ګردن دېوال څخه تر چغچران پورې د پاتې ۴۰ کیلو متره سړک د جوړولو چارو پروژې په اړه خپله غوښتنه کمېسیون ته وړاندې کړه چې ملی تدارکاتو کمېسیون له بحث او غور وروسته مالیې وزارت او ملی تدارکاتو ادارې ته دنده وسپارله چې یاده پروژه وارزوی او راپور یې کمېسیون ته وړاندې کړی. پ

په همدې حال کې د غزنې ولایت اړوند له جاغوری څخه تر قره باغ پورې د سړک د دویمې برخې د جوړولو په اړه د ترانسپورټ وزارت غوښتنه د لازیاتې ارزونې په موخه بېرته وروګرځول شوه. د غونډې په بله برخه کې کورنیو چارو وزارت د افغانستان د تجارت پېشه ښځو د فدراسیون په اړه د لارښوونې غوښتنه کمېسیون ته وکړه چې په اړه یې هراړخیزې لارښوونې وشوې.

همدارنګه په دغه غونډه کې د کمېسیون د مخکېنیو پرېکړو د لارښونو د تحقق پر راپور بحث وشو چې د تائید وړ وګرځېد.

د غونډې په پای کې په کابل ولایت کې د مرغګیران کلی د قیر سړک د بیارغاونې او جوړولو پروژې د قرارداد د تعدیل (د قرارداد د مودې د غځولو) د منظورۍ، د ترانسپورټ وزارت اړوند له ښرنې څخه تر انګور اډې پورې د سړک د مشورتی خدمتونو د قرارداد د تعدیل (د مودې د تمدید) د منظورۍ او د مالیې وزارت اړوند د هیواد په ۲۸ ګمرکی سایټونو کې د اسیکوډا چارو د پرمخ بېولو لپاره د انټرنیټی خدمتونو پروژې د تعدیل (د بیې په زیاتولو د مودې تمدید) د منظورۍ غوښتنې هم کمېسیون تائید کړې.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید