روزنامه اصلاح

د جبری مشقت د لېست په سر کې د افغانستان راتګ ته د بشر حقونو د کمېسیون اندېښنه

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د جبری مشقت د لېست په سر کې د افغانستان راتلل د اندېښنې وړ بولی.

د ځینو نړیوالو بنسټونو له لوری د جبری مشقت د لېست په سر کې د افغانستان د راتګ په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د بشری حقونو خپلواک کمېسیون دغه راپور نه تأیید او نه هم ردوی، خو د غلامۍ د کچې په اړه اندېښنه ښیی.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقی ازادیو راډیو ته ویلی چې د ماشومانو د شاقه کارونو زیاتېدل، د غیرې مسؤلو کسانو موجودیت او د قانون د حاکمیت کمزورتیا د دې لامل شوې چې په دغه هېواد کې د جبری مشقت کچه زیاته شی.

دی واییکله چې یو کس د جسمی او کاری استثمار لاندې واقع کېږی، دا د مدرنې غلامۍ یو بڼه ده، موږ اندېښنه لرو چې افغانان د کډوالۍ پرمهال قاچاق کېږی او د ماشومانو لپاره بد کاری وضعیت ټکان ورکوونکی دی، هیله لرم چې د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې اقدامات وشی.” د کار د نړیوال سازمان، د کډوالۍ او د واک فری نړیوالو بنسټونو له لوری په تازه خپاره شوی راپور کې راغلی چې په نړۍ کې ۲۹٫۹ میلیونه کسان له جبری مشقت سره مخ دی چې ډېری یې په اسیایی هېوادونو کې دی. د دغه راپور له مخې، افغانستان او پاکستان په اسیا کې هغه هېوادونه بلل کېږی چې د جبری مشقت کچه پکې زیاته ده. د راپور له مخې، افغانستان له شمالی کوریا وروسته، د جبری مشقت په لېست کې دوهم ځای لری. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په اسیایی او اوقیانوسی هېوادونو کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو شپږ سوه هغه یې له جبری مشقت څخه رنځ وړی. جبری مشقت هغه جسمی استثمار او یا هم کار ته ویل کېږی چې انسان خپل اختیار ونه لری او د دغه عمل ډېری قربانیان په جنګ ځپلو هېوادونو کې دی. په همدې حال کې د ولسی جرګې د ښځو او بشری حقونو کمېسیون وایی چې حکومت د فقر د له منځه وړلو، د کاری فرصتونو د رامنځته کولو او د امنیتی وضعیت د ښه کېدو په برخه کې چې ټول جبری مشقت پورې اړه لری، په مهارولو کې ناتوان دی. د دغه کمېسیون مرستیاله مسعوده کروخی وایی:

په لېرو پرتو سیمو کې له بې وزله خلکو د مجبورۍ له مخې د مالدارانو په کورنو کې د غلامونو په توګه استفاده کېږی او ټوله ورځ په سل افغانۍ کار کوی او خپل اختیار هم نه لری، له بده مرغه حکومت د خلکو له حاله نه دی خبر، د فقر د کمښت او د اشتغال د رامنځته کېدو په برخه کې یې هېڅ کار نه دی کړی.” وموغوښتل چې د ماشومانو د شاقه کارونو په اړه د کار او ټولنیز چارو وزارت نظر هم ولرو، خو د دغه وزارت ویاند روح الله عشرت احمدزی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه. په همدې حال کې د اغلې کروخی په خبره، د قانون د حاکمیت ضعف، د غیر مسؤلو وسله والو ډلو موجودیت او د دغو قضایاو له عاملینو سره د جدی چلند نه کول، په هېواد کې د جبری مشقت اصلی لاملونه دی. 

  محمد حدیث پردېس

ممکن است شما دوست داشته باشید