روزنامه اصلاح

د جام څلی ژغـورلو هڅې

د غور سیمه ییز چارواکی د جام کلی له اوسېدونکو غواړی چې له سیلابونو د جام تاریخی څلی ژغورلو لپاره اقدام وکړی. د جام کلی د فیروز کوه ښار ختیځ ته ۷۰ کیلومتره لېرې پروت دی او د غوریانو د عصر مهم هنری شهکار یانې د جام څلی همدلته ولاړ دی.

په جام کلی او شاوخوا سیمو کې له ګڼو بارانونو وروسته سیلابونه راوتلی دی.

نژدې اته پېړۍ کېږی چې جام څلی د غوریانو مدنیت یادګار په توګه د سیند پر غاړه ولاړ دی، خو اوس ویل کېږی د سیند پراخېدو له کبله دغه څلی بنسټ د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

د غور والی ویاند عبدالحی خطیبی وایی:

”اضطراری کمېټې غونډه کړې او دوی وایی، سل – یو نیم سل کسان باید راټول شی او د هغو اوبه مخ بل لور ته وګرځوی، چې تر جام منار لاندې ننوځی. ”

دغه دایروی څلی په پېچلی ډول د خښتو کارونې، هندسی ښکلا او ډبر لیکنو لپاره شهرت لری.

یو مهال دغه ځای د نړیوالو سیلانیانو تر منځ ډېر شهرت درلود خو په سیمه کې د امنیتی ستونزو له کبله یې اوس ډېر کم خلک لیدو ته راځی.

د غور ځایی چارواکی وایی، ژر به له پلازمېنې کابله یو پلاوی د تخنیکی څېړنې لپاره غور ته سفر وکړی، خو د اوس لپاره د جام په کلی کې له خلکو غوښتل شوی چې د خطر له منځه وړلو لپاره لاس په کار شی.

جام څلی چې په نړۍ کې له خښتو جوړ یو له ډېرو پخوانیو څلی یادېږی، د ملګرو ملتونو له خوا د نړۍ د کلتوری میراثونو په نوملړ کې ثبت شوی، خو تل د دې څلی د خوندی ساتلو لپاره د بنسټیزو اقداماتو د نه ترسره کېدو په اړه شکایتونه او اندېښنې څرګند شوی دی.

تمه کېږی چی د دې ګواښ په لرې کېدو سره د څلی د بنسټ شاوخوا یو کلک دیوال ورغول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید