روزنامه اصلاح

د توریستی شرکتونو یوشمېر مسوولینو خپلې ستونزې له ذبیح الله مجاهد سره شریکې کړې

د افغانستان اسلامی امارت د فرهنګی چارو کمېسیون رییس او ویاند ذبیح الله مجاهد د زیارتی او توریستی شرکتونو له یوشمېر مسوولینو سره وکتل او د هغوى ستونزې او نظریې واورېدې.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې د افغانستان اسلامی امارت د فرهنګی کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق، فرهنګی سلاکار مولوی سعدالدین سعید او یوشمېر نور مسوولین هم حاضر وو، د زیارتی او توریستی شرکتونو مسوولینو خپلې ستونزې، نظریې او وړاندیزونه له ذبیح الله مجاهد سره شریک کړل.
په پیل کې د زیارتی او توریستی شرکتونو د عمومی شورا رییس حاجی جلال فخری د دغو شرکتونو د مسوولینو په استازیتوب خبرې وکړې او د خپلو ستونزو او فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړل.
فخری زیاته کړه: زیارتی او توریستی شرکتونه د حج، عمرې، زیارت او ګرځندوی په برخو کې فعالیت کوی او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تراوسه ١٧٠٠سیاحتی جوازلیکونه صادر کړی دی او د ولایتونو او ولسوالیو په کچه په ټول هېواد کې څه ناڅه ٣٠٠٠نمایندګۍ شته چې اووه اتحادیې یې مدیریت کوی.
هغه دغه راز له توریستی شرکتونو څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملاتړ غوښتنه وکړه.
ذبیح الله مجاهد د هغوى د نظریو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل: زیارتی او توریستی شرکتونه موږ ته ډېر مهم دی، تاسو د ګرځندوى په برخه کې زموږ مټی یاست او د تاسو ملاتړ کوو.

مجاهد زیاته کړه: د افغانستان اسلامی امارت پر سوداګرۍ، ګرځندوى، عمران او آبادۍ ټینګار کوی او هلې ځلې کوو چې ستاسې ستونزې له قانونی لارو وڅېړل شی.
مجاهد هغوى ته وویل: له تاسو مو هېله دا ده، هغو زیارت کوونکو ته چې سعودی عربستان او عراق ته ځی، ښه خدمتونه وړاندې کړئ او د اختلاس او فساد په مخنیوی کې هڅې وکړ‌ئ.
د افغانستان د اسلامی امارت د فرهنګی چارو کمېسیون رییس او ویاند پر شفافیت او ظرفیت جوړولو ټینګار وکړ او له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره یې د هغوى د تجربو د شریک کولو غوښتنه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید