روزنامه اصلاح

د ترهگرو په سازمانونو کې د سپاه پاسداران د شامولو په اړه غبرگونونه

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ پر ایران باندې د زیات فشار د واردولو په لړ کې د هغه هیواد د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی سازمان په رسمی توگه د تروریستی سازمانونو په لست کې شامل کړ.

د امریکا د متحده ایالاتو د دغه اقدام په غبرگون کې د ایران دولتی تلویزیون د ایران پر وخت د دوشنبې په شپه رپوټ ورکړ چې د سپاه پاسداران په هکله د امریکا تصمیم “د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده” او دا یو غیر قانونی اقدام دی.

د ایران دولتی تلویزیون همداشان رپوټ وکړی چې د ایران امنیتی عالی شورا هم د امریکا پوځی قوتونه د “ترهگر سازمان” په توگه گڼلی، خو پدې هکله یې نور جزییات ندی ورکړی.

ددغه رپوټ په اساس هیڅ یو هیواد مشروع حق نلری چې د یو بل هیواد پوځی قواوی ترهگر وگڼی. په منځنی ختیځ کې د ایران نفوذ او د داعش پر وړاندې د هغه بریا {د ایران په وړاندې} ددې تصمیم دلیلونه دی.

نړیوال غبرگونونه؛

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د سپینې ماڼۍ ددغه تصمیم له اعلان نه څو شیبې وروسته په یو ټویټری پیغام کې د امریکا ددغه تصمیم هرکلی وکړ او د جمهور رئیس ټرمپ نه یې مننه وکړه.

ښاغلی نتنیاهو په دغه پیغام کې جمهور رئیس ټرمپ ته په خطاب کې لیکلی “د تروریستی ډلو په فهرست کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی د شاملولو په اړه ستاسې د تصمیم نه منندوی یم. له تاسې نه مننه کوم چې زما یوې بلې مهمې غوښتنې ته مو مثبت ځواب ووایه.”

د اسرائیل صدراعظم ددغه پیغام په دوام کې لیکلی “د یو بل تر څنگ د ایران د رژیم په وړاندې اقداماتو ته به چې اسرائیل، امریکا او نړیواله سوله گواښی، دوام ورکړو.”

د بحرین د بهرنیو چارو وزارت هم د ترهگرو سازمانونو په لست کې د سپاه پاسداران د شاملولو په هکله د امریکا د تصمیم هر کلی کړی دی.

بحرین چې د سنی مذهبه سلطنتی کورنۍ له خوا اداره کیږی د ایران حکومت چې اکثریت یې شیعه مذهبه دی په بحرین کې د میشتو شیعه ډلو په ملاتړ تورنوی، خو ایرانی مقامات د بحرین دغه ادعا ردوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید