روزنامه اصلاح

  د تاوتریخوالی کمښت اوونۍ په ۳مه ورځ طالبانو ۳ بریدونه کړی

د تاوتریخوالو د کمېدو اوونۍ په درییمه ورځ طالبانو په ټول افغانستان کې محدود بریدونه کړی دی.

د تاوتریخوالی د کمښت د مودې تر پیل مخکې په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو شمېر ۷۰ تر ۸۰ ته رسېده چې اوس په دې درېیو ورځو کې د راپورونو پر بنسټ شااوخوا ۱۰ بریدونو ته راکم شوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی د دوشنبې ورځې «۱۳۹۸ کال د کب ۰۵» ماسپښین ازادی راډیو ته وویل چې په دغه ورځ په ټول افغانستان کې درې حملې شوې دی.

هغه وایی: “طالبانو نن درې حملې کړی، په بلخ کې طالبانو په ولسی پاڅون حمله کړې او درې تنه وژل شوی او پنځه ټپیان دی، همدارنګه په هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده چې درې مېرمنې ټپیانې شوې دی او بله پېښه په سمنګان کې شوې چې دره صوف بالا ولسوالۍ ولسوال محمد علی حسنی له دوو پولیسو سره د طالبانو له لوری تښتول شوی.”

خو د طالبانو له لوری د تاوتریخوالی کمېدو د خلکو ترمنځ هیلې راژوندۍ کړی.

۴۰ کلن حمیدالله اشنا له ۱۵ کالو وروسته خپل کلی ته ځی.

حمیدالله چې سترګې یې له اوښکو ډکې شوی وایی، خپل بابا او د کورنۍ غړی به وګوری.

هغه زیاتوی: “زه ډېر خوشاله یم، ځکه له ۱۵ کلونو وروسته د خپل بابا کلی ته ځم، زه تقریباً ۲۲ کلن وم چې کلی نه راغلم، دلته مې دولتی دنده واخیسته، نو ځکه ونه‌توانېدم بیا خپل کلی وګورم.”

حمیدالله د میدان ښار د چک ولسوالۍ اصلی اوسېدونکی دی.

دی وایی، له کلی ورته خور زنګ وهلی و چې سیمه له پخوا امنه شوې او د دیدن انتظار یې لری.

هغه زیاتوی: “ماته لومړی زنګ خور راووهه ویلې، کلی امن شوی، راشئ چې دیدن وکړو، زما ارمان دا دی چې خپل کلی وګورم، خپلوان دوستان او کورنۍ په روغ سټه، بس دا مې تر ټولو غټ ارمان دی.”

د تاوتریخوالی د کمښت اوونۍ د شنبې له ورځې څخه پیل شوې او نن‌ سه شنبه‌یې څلورمه ورځ ده.

طالبانو ژمنه کړې چې په دې موده کې خپل بریدونه د پام وړ کموی.

امریکایی چارواکو ویلی که د تاوتریخوالی د کمښت بهیر کامیابه شی د فبرورۍ په ۲۹مه به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړی.

د دغې هوکړې تر لاسلیک وروسته به بین‌الافغانی خبرې پیلېږی او ورسره به له افغانستانه په تدریجی توګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شی.

د افغان حکومت ټول نړیوال متحدین یوازې له سوله‌ییزې لارې د افغان جګړې پای ته رسول ممکن بولی او ټینګار کوی چې دې هدف ته د رسېدو لپاره باید افغانان خبرې وکړی او د خپلې راتلونکې په اړه خپله پرېکړه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید