روزنامه اصلاح

د تاوتریخوالـی په کمیدو، د ولس هیلې سولې ته زیاتې شویدی

جګړه ځپلی افغانان په خپل پلرنی ټاټوبی کې له کابو څلور لسیزی اوږدمهالی کورورانی جگړی څخه ډیر په تنگ اوستومانه شوی دی ځکه چې په دغه بدمرغه جگړه کې یی له مادی او معنوی پلوه ډیر کړاوونه او ربړونی لیدلی او گاللی دی نو دمگړی د زړه له کومی په هیواد کې دهرراز سوله ییزی هڅی او خوځښت ملاتړ کوی او دعمل په ډگر کې یی مثبتو پایلو ته په ډیری بی صبری لاری څاری او د سولی په برخه کې هر مثبت حرکت د زړه له تل څخه ستایی ، نو په دې موخه یې دامریکا او طالبانو دسیاسی استازو ترمنځ د سیاسی مذاکراتو بهیرته هم خوشبین وو ، نو بالاخره دامریکا او طالبانو د مرکچی پلاوی له کابو یونیم کال وروسته ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دروان لمریز کال د کب میاشتې په دویمه نیټه اعلام وکړ چې د زلمی خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک وخت را رسیدلی دی او امکان لری چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشت په ۲۹ نیټه چې د کب میاشتې له لسمې نیټې سره سمون لری دغه تړون لاسلیک شی ، دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې هوکړه لیک د وخت په رانږدې کېدوسره د افغانستان ولسمشر محمداشرف غنی د جمعې ورځ د فبرورۍ په ۲۱ نیټه د تاوتریخوالی د اوونۍ دپیل کېدو په اړه ولس ته په خپلې وینا کې داسې ویلی دی : «دا چې د طالبانو ډلې د تاوتریخوالی په پام وړ کموالی موافقه وکړه، اوربند او پایداره سولې ته د رسیدو لپاره یو مهم ګام دی». ولسمشر غنی د افغانستان له امنیتی ځواکونو هم غوښتنه کړې چې باید محتاطانه عمل وکړی ، افغان ځواکونو ته لارښوونه شوې ده چې لوړ احضارات ولری اوله طالبانو پرته به د داعش، القاعده او نورو ترهګرو خلاف خپل عملیات روان ساتی ، همداراز ولسمشر محمد اشرف غنی داهم ویلی چې د تاوتریخوالی د کمولو اوونۍ ډیره مهمه ده او د سولې په اړه نور اقدامات به ددغه بهیر تر ختمیدو او ارزولو وروسته اخیستل کېږی. ولسمشر ټینګار کړی چې افغان حکومت به د سولې د خبرو مشری کوی او زیاته کړی یې ده چې په تیروڅو ورځو کې یې د سولې په اړه د افغان امنیتی ځواکونو له مشرانو، چارواکو، سیاستوالو او نورو مخورو سره خبرې کړی او په دې اړه یې د هغوئ پوښتنو او اندیښنو ته ځوابونه ویلی دی. همداشان د(فبروری۲۹) د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کېږی چې بین الافغانی مذاکراتو ته به لار پرانیزی.

درسنیو په حواله ویل شوی چې طالبانو هم یوې خبرپاڼه کې له خپلو جنګیالیو غوښتی چې د تاوتریخوالی د کمولو په دې اووه ورځنئ دوره کې له ورکړل شوی پروګرام سره سم عمل وکړی او د دولت تر کنترول لاندې سیموته له تللو څخه دې ډډه وکړی .

د یادونې وړ ده چې د تاوتریخوالی دکمولو دوخت دپیل کېدو څخه راپه دیخوا د رسنیو په حواله رپوټونه خپاره شوی چې د هیواد په بیلا بیلو سیمو او ښارونو کې عامو خلکو له دغه نسبی اوربند څخه تود هرکلی کړی او دابهیر یې ښه ارزولی دی اوهیله یې څرګنده کړې چې د تاوتریخوالی دکمولو اوونۍ بالاخره یو دایمی او سراسری اوربند ته لاره هواره کړی ترڅو له امله یې د افغان دولت ترمالکېت او رهبرۍ لاندې بین الافغانی مذاکراتوته زمینه برابره شی ، ترهغه چې په پایله کې په ټول هیواد کې تلپاتې نیکمرغه او باعزته سوله چې له کلونوکلونو څخه را په دیخوا د جګړه ځپلیو افغانانو یوازینۍ هیله او لومړنۍ غوښتنه ده ، ټینګه ، قایم او دایم شی او بالاخره د بدمرغې جګړې لړې په زمونږ په هیواد کې د تل لپاره پای ته ورسیږی .

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید