روزنامه اصلاح

د بې ځایه شویو ښځو د لاسی صنایعو نندارتون په جوزجان کې جوړ شو

د فاریاب، سرپل او جوزجان بې ځایه شویو ښځو، خپل لاسی صنایع په شبرغان ښارکې نندارې ته وړاندې کړې.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې: دغه ښځې چې په دغو ولایتونوکې د وروستیو نا امنیو له امله بې ځایه او په شبرغان ښارکې ځاى پرځاى شوې دی؛ خپلې لسګونه لاسی صنایع نندارې ته وړاندې کړې.

یوشمېر ښځې چې له خپلو کورنیو سره جوزجان ته راغلې دی؛ وایی: د مهاجرینو د راستنولو چارو ریاست له خوا چې د غالی اوبدلو، ټغر اوبدلو، شړۍ اوبدلو، خیاطۍ، ګلدوزۍ، مرې ګڼدلو او د حرفو د زده کړې د زمینو په برابرېدو سره وکولاى شول خپلې لاسی صنایع نندارې ته وړاندې کړی.

عاطفه هغه ښځه ده چې خپل لاسی صنایع په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړې دی او وایی چې له طالبانو سره د پوځیانو د جګړو په پایله کې له درزاب ولسوالۍ څخه له امکاناتو پرته د شبرغان ښار ته راغلې ده؛ اوس د خیاطۍ حرفی په زده کړې سره خپلو بچیانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

عاطفه زیاتوی چې هره ورځ له ٢٠٠ څخه تر ۴٠٠ افغانیو پورې عاید لری چې د خپلې کورنۍ د زده کړې لپاره لګوی چې د هغوى د ژوندانه حالت بدلون ومومی.

د جوزجان د مهاجرینو د راستنولو چارو رییس عبدالمالک رستمی وایی: له نورو بې ځایه شویو ښځو لپاره د حرفې د زده کړې بهیر دوام لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید