روزنامه اصلاح

د بهرنیو چارو وزارت: په کابل کې د پاکستان د سفارت کارکوونکی لږ او مراجعین ډېر دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، په کابل کې د پاکستان د سفارت کارکوونکی لږ دی او د وېزو اخیستونکو غوښتنو ته رسېدنه نه شی کولی.

ضبغت الله احمدی د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایی، د پاکستان د سفارت کارکوونکی لږدی او د ټولو مراجعینو غوښتنو ته ځواب نه شی ویلی، د ستونزو د حل لپاره مو خبرې کړی، هغوی هم د مسئلې په حل پسې دی، د وېزو په اخیستو کې د ځنډ اساسی لامل دا دی چې مراجعین ډېر دی.

هغه کسان چې د وېزې د اخیستلو لپاره د پاکستان سفارت ته ورغلی، شکایت کوی چې د سفارت مخې ته امنیتی مسؤلین یې حتی په ښځو او سپین ږیرو هم رحم نه کوی او وهی یې.

د دوی له ډلې یو تن ګل رحمن د خپلو سترګو لیدلی حال ازادی راډیو ته داسې بیان کړ: امنیتی ځواکونه حتی ښځې چې د وېزې اخیستلو لپاره راځی، وهی یې، باید د دغه سفارت دروازې وتړل شی، افغان پولیس خلک وهی او پیسې هم ترې اخلی.

د سفارت مخې ته ځینی ناروغان چې د وېزی اخیستلو لپاره ورغلی، وایی چې ورته ویل کېږی چې که درې سوه ډالر ورکړی، وېزه ورکول کېږی.

سید زمری چې د وینې سرطان لری او د وېزی اخیستلو لپاره د لوګر له ولایته راغلی، وایی:زه د وینی سرطان لرم، درې شپې مې دلته تېرې کړې چې نوبت مې راغی، تر غرفې هم ورسېدم، راته یې وویل، تر څلورو بجو وېزه درکوی، خو رایې نه کړه، ما ورته وویل چې زه ناروغ یم، باید ډاکتر ته لاړ شم، څلور سوه ډالر یې رانه وغوښتل، خو زه یوه روپۍ هم نه لرم او د وېزې په لاسته راوړلو بریالی نه شوم.

په ورته وخت کې په کابل کې د پاکستان د سفارت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، ازادی راډیو ته وویل چې د وېزو د اخیستلو پروسه دننه په سفارت کې په وړیا او عادی توګه ترسره کېږی او د رشوت موضوع په کې نه شته.

دده په خبره، که پیسې اخیستل کېږی نو له سفارته بهر اخیستل کېږی.

دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږی چې وړمه ورځ د پولیسو د یوه افسر له خوا د پاکستان د سفارت مخې ته د یو کس د وهلو ټکولو ویډیو په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه.

په ویډیو کې لیدل کېږی چې د پولیسو یو افسر د پاکستان د سفارت مخې ته د وېزې اخیستونکو منځته ننوځی او یو سپین ږیری وهی او پر ځمکه یې غورځوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی وایی، د دغه وزارت هېڅ کارکوونکی د خلکو د وهلو او یا ورته د زیان رسولو حق نه لری.

د ده په خبره، کوم پولیس چې د پاکستان د سفارت مخې ته یې خلک وهلی او ټکولی، نیول شوی او قانونی چلند به ورسره وشی.

په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته هره ورځ سلګونه کسان د وېزې د ترلاسه کولو په خاطر راټولېږی.

تېرکال په جلال اباد ښار کې د پاکستان د قونسلګرۍ مخې ته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې څو کسان ووژل شول او څو ټپیان شول چې خلکو یې پر وړاندې سخت غبرګون وښود.

ممکن است شما دوست داشته باشید