روزنامه اصلاح

د بشری حقونو کمېسیون: تېر کال په افغانستان کې د ملکی تلفاتو کچه ۱۹سلنه لوړه وه

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی، په تېر یو کال کې په هېواد کې د ملکی تلفاتو کچه ۱۹ سلنه لوړه شوې ده.

دا په داسې حال ده چې د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون پرون سې شنبه «۱۳۹۸ کال د غویی ۰۳» د یوې خبری غونډې په ترڅ کې په دغه هېواد کې د تېر ۱۳۹۷ لمریز کال د جګړې له امله د ملکی تلفاتو شمېرې خپرې کړې.

د دغه کمېسیون مشرې سیما سمر په افغانستان کې د جګړو له امله د ملکی تلفاتو پر شمېرو اندېښنه وښوده او ویې‌ویل:

“په ۱۳۹۷ لمریز کال کې زموږ ۱۱۲۱۲ هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د تېر کال په پرتله دا شمېرې زیاتې دی، یعنې په ۱۳۹۶ کال کې ۹۴۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، په ۱۳۹۷ کال کې هغه شمېرې چې له کمېسیون سره ثبت شوی،۳۰۳۲ کسان وژل شوی او ۸۱۸۰ کسان ټپیان شوی دی.”

​د بشری حقونو خپلواک کمېسیون دا هم وویل چې د دغو تلفاتو عاملین ۵۳ سلنه طالبان، ۱۱،۱۹ سلنه افغان او بهرنی امنیتی ځواکونه، ۱۲،۵ سلنه داعش وسله‌واله ډله او د ۲۲ سلنه نور بیا نامعلوم دی.

د دغه کمېسیون د موندنو له مخې، په لومړی سر کې ډېری ملکی تلفات د افغانستان په لوېدیځ، په دوهم قدم کې په ختیځ او په درېیم قدم کې په مرکزی زون کې دی.

کمېسیون له حکومته غوښتنه وکړه چې د بخښنې فرهنګ پای ته ورسوی او د ملکی تلفاتو په اړه دې خلکو ته ځواب ورکوونکی واوسی.

په کابل کې افغان ټولنیز بنسټ چې په افغانستان کې د کلونو جګړو د قربانیانو عکسونه او ځینې نورې خاطرې یې ساتلی او ورته د عدالت غوښتنه کوی، وایی چې کلونه کېږی چې افغانان جګړه تېروی او کال بل ته د ملکی تلفاتو کچه لوړېږی.

د دغه بنسټ مشره ویدا احمد زیاتوی:

“زیات عکسونه مو راټول کړی، زموږ هدف دا دی چې په یو ډول د جګړې قربانیانو او کورنیو ته‌یې د عدالت غوښتنه وکړو، له بده مرغه په دې څلورو لسیزو کې ګورو چې هره ورځ مو خلک په بېلابېلو پلمو وژل کېږی، لومړی د خلق او پرچم جګړه، بیا په کابل کې جګړې پیل شوې، ورپسې د طالبانو په دوره کې د خلکو روزګار لا تیاره شو او په دې وروستیو ۱۸ کلونو کې هم زموږ خلکو امن تجربه نه‌کړ.”

اغلې ویدا د جګړې له ښکېلو غاړو غواړی چې په افغانستان کې دې لومړی جګړه پای ته ورسوی، که نه نو د جګړې اصول او قوانین خو دې په پام کې وساتی چې ملکی وګړو ته په‌کې مرګ ژوبله وانه‌وړی.

خو په افغان ټولنیز بنسټ کې تر اتو زرو پورې د جګړې د قربانیانو خاطرات او عکسونه ساتل د وژل شویو کسانو کیسه نه‌ختموی، بلکې د افغانستان ګوټ ګوټ او ان لیرې پرتې سیمې هم د جګړې د تورې دورې شاهدانې دی چې ښایی کیسې یې تر دې ځایه نه‌وی رارسېدلی.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ویلی چې په تېر ۲۰۱۸ میلادی کال کې په دغه هېواد کې د روانو جګړو له امله نږدې ۴ زره کسان وژل شوی او له ۷ زرو زیات ټپیان شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید