روزنامه اصلاح

د برېښنا د انرژۍ برابرول، د سړک جوړولو پراختیا او د داعش ماته؛ د جوزجان، بادغیس او بغلان د والیانو اساسی لاسته راوړنې دی

د بادغیس، جوزجان او بغلان والیانو، د افغانستان د اسلامی جمهوریت له جمهور رییس، محمد اشرف غنی سره د خپلو لیدنو او خبرو جزییات د دوشنبې په ورځ، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبری کنفرانس پرمهال بیان کړل.

د بادغیس والی، عبدالغفور ملکزی، د دغه ولایت امنیتی وضعیت ښه وباله او ویې ویل له پنځه میاشتو راهیسې د یاد ولایت امنیت ښه شوی دی. هغه دغه راز وویل چې له دې وړاندې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د دښمن د ځپلو په موخه پراخ عملیات تر سره شوی چې طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د بادغیس والی ټینګار وکړ چې په راتلونکو څو ورځو کې به په بالامرغاب ولسوالۍ کې د امنیتی ګواښونو د له منځه وړلو په موخه پراخ چاڼیز عملیات پیل شی.

هغه د بادغیس ولایت په ساحه کې د حلقوی سړک د جوړولو په چارو کې ۴۶ سلنه پرمختګ ته په اشارې سره، وویل چې د دغه سړک د جوړولو چارې د یاد ولایت په آب کمری ولسوالۍ کې بشپړې شوې دی.

ملکزی وویل چې اوسمهال د ترکمنستان وارداتی برېښنا، شاوخوا ۶۰ زره کورونو ته برېښنا برابره کړې ده او نورو سیمو ته د برېښنا د مزیو غځول دوام لری. نوموړی دغه راز وویل چې په قلعه نو کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو لپاره د قادر آباد بند د جوړولو چارو ۳۰ سلنه پرمختګ کړی او له یادې سرچینې څخه د اوبو د وېشلو په موخه د شبکو د جوړولو چارې روانې دی.

د بادغیس والی وویل چې په دغه ولایت کې د ۱۰۲ ښوونځیو ودانۍ بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او د ۵۸ نورو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو چارې دوام لری.

د جوزجان والی، مولوی لطف الله عزیزی، د داعش له شتون څخه د یاد ولایت بشپړ پاکېدل په امنیتی برخه کې د اساسی لاسته راوړنې په توګه یاد کړ او ویې ویل چې اوسمهال یو نفر هم د داعش په نوم په دغه ولایت کې فعالیت نلری. هغه وویل چې ژر تر ژره به د لومړۍ درجې لویې لارې او د هغو ولسوالیو د امنیت خوندی کولو په موخه؛ پراخ عملیات پیل شی، چې له لوړو امنیتی ګواښونو سره مخ دی.

همدارنګه عزیزی په دغه ولایت کې له اوبلن ګاز څخه د برېښنا د تولید پروژې له پرانیستنې خوښی څرګنده کړه او ویې ویل، دغه پروژه چې کابو یوه اوونۍ وړاندې یې فعالیت پیل کړ، ۴۲ میګاواټه برېښنا تولید کړې ده. هغه زیاته کړه چې د شبرغان له اوبلن ګاز څخه د برېښنا د تولید پروژه په دوهم او درېیم پړاو کې تر ۲۰۰ میګاواټه پورې د برېښنا د تولید وړتیا لری.

د جوزجان والی د شبرغان، خوش تېپې او درزاب ولسوالیو ترمنځ د غځېدلی ۱۳۰ کیلومتره سړک څخه د ۴۰ کیلومتره سفالټ کېدل، د هغو سیمو خلکو ته د اسانتیا برابرولو او سړک جوړولو په چارو کې د یوې بلې لاسته راوړنې په توګه یاد کړ.

په ورته وخت کې د بغلان ولایت سرپرست، عبدالقیوم نیازی، په دغه ولایت کې د امنیتی بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کېدو په اړه خبرې وکړې او زیاته کړه، د دغه ولایت یو شمېر سیمې چې ډېر وخت د طالبانو په کنټرول کې وې، اوس د دغې ډلې له ولکې وتلې دی.

نوموړی په ډنډ غوری، ډنډ شهاب الدین او کېلګی سیمو کې امنیت ښه وباله او ویې ویل چې د بغلان- کندز او بغلان – مزار شریف د لویې لارې امنیت خوندی دی.

نیازی وویل چې په روان کال کې ۱۸ ټولګټې پروژې په بغلان ولایت کې بشپړې شوې او ۳۵ نورې تر کار لاندې دی. نوموړی دغه راز وویل چې په بغلان ولایت کې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد پروژې د پلی کېدو زمینه برابره شوې ده او نېږدې ورځو کې به دغه برېښنا د ارغندی چوک پر لور ولېږدول شی.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس، محمد اشرف غنی، له والیانو سره د لیدنې په لړ کې، د شنبې په ورځ د بادغیس له والی، عبدالغفور ملکزی او تېره ورځ هم د جوزجان له والی لطف الله عزیزی او د بغلان ولایت له سرپرست، عبدالقیوم نیازی سره په جلا جلا توګه کتلی دی.

جمهور رییس د والیانو له کړنو څخه د مننې ترڅنګ، والیانو ته د یادو ولایتونو لپاره د اقتصادی او پراختیایی لیدلوری په اړه څرګندونې وکړې او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د ولایتونو د عایداتی سرچینو پر پراختیا او د خدمتونو د وړاندې کولو پر ښه والی، تمرکز وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید