روزنامه اصلاح

د بریښنا شرکت اجرائیوی رئیس: په کابل ښارکې د بریښنا د پرچاوۍ ستونزه د امکان تر پولې پورې څیړل شوې ده

د بریښنا شرکت اجرائیوی رئیس امان الله غالب ادعا کوی چې چې په کابل ښارکې د بریښنا د پرچاوۍ ستونزه تر یوې اندازې پورې څیړل شوې ده .ده چې په دې باب دباخترآژانس له خبریال سره خبرې کولې وویل: مخکې له دې په کابل ښارکې د بریښنا د پرچاوۍ ستونزه موجوده وه، ځکه کابل ښار ۶۰۰  میګاواټه بریښنا ته اړتیا لری او اوس د کابل ښار په شبکو کې ۴۰۰  میګاواټه بریښنا شته. دا طبیعی ده چې د بریښنا زیات لګښت او لږه بریښنا کله ناکله په کابل ښارکې د پرچاوۍ سبب کیږی .

ده یو ځل بیا د کابل له خلکو څخه وغوښتل چې د بریښنا په لګښت کې دې سپما وکړی .

د بریښنا شرکت د اجرائیوی رئیس له ادعا پرخلاف یوشمېرخلک وایی چې د ګرمۍ په موسم کې دبریښنا  کمښت ستونزې رامنځته کوی.

دبریښنا شرکت درئیس دڅرګندونوله مخې؛ ښایی له هغه ظرفیت سره چې شتون لری، په کابل کې د وقفوی  پرچاویو مخه ونیول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید