روزنامه اصلاح

د برتانیا لومړی وزیر روغتون ته ولېږدول شو

د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن چې په کورونا ناروغۍ اخته دی، د لا نورو معاینو لپاره روغتون ته ولېږدول شو.

لس ورځې مخکې د ښاغلی جانسن د کورونا وېروس تایید شو.

د برتانیا لومړی وزارت د دفتر یو ویاند وایی، ښاغلی جانسن د پرلپسې تبې په ګډون اوس هم د کورونا ځینې نښې لری.

د دې ویاند په خبره، د ډاکټرانو په سپارښتنه ښاغلی جانسن د احتیاط لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

ویل کېږی نوموړی په روغتون کې بستر کېږی.

د برتانیا لومړی وزیر لا هم د حکومت مشر دی، خو ټاکلې ده چې د دوشنبې په ورځ د کورونا وېروس د ارزونې غونډه د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ وشی.

ښاغلی جانسن له هغې ورځې را هیسې له کور کار کوی چې دا وېروس پکې وپېژندل شو.

نوموړی د جمعې په ورځ هم د ویډیو له لارې د کورونا وېروس په هکله غونډه کې ګډون درلود.

ښاغلی جانسن د جمعې په ورځ د یوې ویډیو خپرولو سره وویل، لا هم د کورونا وېروس نښې پکې ښکاره کېږی.

نوموړی دې ویډیو کې وایی: “لا هم تبه لرم، ځکه باید د حکومت سپارښتنو ته په پام، خپل شخصی کرنتین ته دوام ور کړم، ترڅو د دې ناروغۍ نښې ورکې شی”.

د ښاغلی جانسن مېرمن کری سایمونډز- چې مېندواره هم ده- یوه اونۍ مخکې وویل، د کورونا نښې پکې شته، خو لا یې هم دا ناروغی تایید شوې نه ده.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید