روزنامه اصلاح

د برتانیا د سفیر افشا شوی یادښتونه؛ ټرمپ د اوباما له کسته د ایران تړون پرېښود

په واشنګټن کې د بریتانیا د پخوانی سفیر افشا شوی یادښت په بنسټ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ددې هېواد پخوانی ولسمشر بارک اوباما سره د ‘کینې پاللو’ لپاره ایران سره له اټومی تړونه ووت. د “مېل ان سنډې” ورځپاڼې د خبر له مخې سرکېم ډاروک ایران سره د اټومی تړون له وتلو په اړه د ډونلډ ټرمپ پرېکړه یوه ‘ډیپلوماټیکه ورانکاری’ بللې.

د رپوټ له مخې، دا یادښت وروسته له هغه لیکل شوی چې په ۲۰۱۸ کال کې د برتانیا د هغه وخت بهرنیو چارو وزیر باریس جانسن له امریکا هیله کړې وه چې ایران سره اټومی تړون مات نه کړی.

د ایران او امریکا ترمنځ تړون کې موافقه شوې وه چې ایران به د اټومی وسلې غنی کولو کچه محدوده کړی.

دې هوکړې نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکوله چې پر ایران لګېدلی بندیزونه لرې کېدو په صورت کې ایران ته ستانه شی.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویل چې دا تړون د ایران پروړاندې کافی ګامونه نه اخلی.

مېل ان سنډې ورځپاڼه لیکی، له امریکا د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر باریس جانس له ستنېدو وروسته، امریکا کې ددې هېواد سفیر لیکلی و، داسې ښکاری چې ډونلډ ټرمپ ایران سره اټومی تړون په “شخصی دلایلو” لغو کړ ځکه چې د ده په خبره دا تړون د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما لاسلیک کړی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید