روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د بدخشان سیمه ییز چارواکی وایی چې د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان د سپړلو پر مهال څلور کان کیندونکی مړه شوی او درې نور ټپیان دی.
د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحانی ته ویلی چې دا پېښه تېره ورځ د واورې او باران د ورښت له امله رامنځته شوې ده.
هغه وویل چې د ورښتونو له امله د کان یوه برخه غورځېدلې او کان کیندونکو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
روحانی زیاته کړه: “تیره ورځ له غرمې وروسته د بدخشان ولایت په راغستان سیمه کې د کانونو یوه کارخانه چې د سرو زرو د وینځلو وه، د زیاتې واورې او باران د ورښت له امله راغورځېدلې چې په ترڅ کې یې څلور کسه مړه شوی او درې نور ټپیان دی”.
د بدخشان د پولیسو ویاند وویل چې د راغستان ولسوالۍ امنیتی منسوبینو د پېښې ټپیان د سیمې روغتیایی مرکز ته بېولی او د مړو شویو کسانو جسدونه یې د هغوی کورنیو ته سپارلی دی. نوموړی د مړو شویو کسانو د هویت په اړه څه ونه ویل.
د معلوماتو له مخې هرکال د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو د موندلو لپاره د کیندونو پر مهال د کانونو د راغورځېدلو له امله کان کیندونکو ته مرګ ژوبله اوړی.
د بدخشان د پولیسو ویاند وویل چې د افغان حکومت له خوا د غیر قانونی کان کیندنې د مخنیوی له امله د راغستان په هغو سیمو کې د سروزرو د کان کیندنې کېږی چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی.
د راغستان ولسوالۍ د بدخشان له ناامنو سیمو څخه ده چې خلک په کې د سرو زرو د استخراج لپاره خپلسرې کیندنې کوی.