روزنامه اصلاح

د بامیان ولایت کې د کچالو د ګل جشن جوړ شو

پرون د جمعې په ورځ (زمری ۵ مه) د بامیان ولایت په مرکز کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دوهم کال لپاره د کچالو د ګل کرهڼیز او فرهنګې جشن جوړ شو.

د بامیانو ولایتی چارواکی د دغه جشن د جوړولو هدف په دغه ولایت کې د کرهڼیزو محصولاتو وده او په ځانګړی ډول د کچالو محصولاتو ته بازارمونده ښیی.

د بامیان ولایت د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس انجینر عبدالوهاب محمدی د دغه جشن د جوړیدو په اړه وویل، چې دوی غواړی د بامیان ولایت کرهڼیزو محصولاتو ته بازار پیدا کړی. ښاغلی محمدی وویل ” دا دوهم کال دی، چې د کچالو د ګل جشن کرهڼیزو محصولاتو ته د بازار موندنې او په ځانګړی ډول د بامیانو د کچالو د محصول د پیژندلو لپاره جوړوو“.د بامیان ولایت د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې اوس مهال ۳۰ ډوله کچالو د دغه ولایت په تحقیقاتی فارم کې تر ازمایښت لاندې دی او ژر به د کچالو ښه ډولونه د کرکیلې لپاره بزګرانو ته وویشل شی. بامیان په کال کې ۳۵۰ زره ټنه کچالو تولیدوی، چې نږدې د افغانستان د کچالو نیمایی تولید جوړوی. د بامیان والی محمد ظاهر زهیر د دغه جشن د پرانیستې غونډې ته په وینا کې وویل، چې په دغه ولایت کې بزګرانو سره د سویس هیواد هم د کچالو د محصولاتو د ښه کیدو لپاره مرسته کوی.

ښاغلی زهیر وویل ” سږکال د سویس د هیواد د انکشافی ادارې له خوا لس زره بزګرانو سره مرسته کیږی، چې د دې پروګرام په ترڅ کې به د څلورو کلونو په موده کې د کرهڼې د ودې لپاره اوه میلیونه یورو په مصرف ورسول شی.

د بامیان ولایت د کچالو د ګل د جشن په مراسمو کې بیلابیل کرهڼیز محصولات نندارې ته د ایښودلو سربیره یو لړ هنری پروګرامونه هم په پام کې نیول شوی دی.په دې پروګرامونو کې موسیقی، تیاتر او د شعر ویلو پروګرامونه هم شامل دی. د دې جشن ګډون کوونکو ته په بامیان ولایت کې د تولید شوو کچالانو څخه جوړ شوی شل ډوله خواړه هم پاخه شوی دی .بامیان ولایت کې د کچالو د ګل ددغه یو ورځینی جشن په جوړیدو کې د دغه ولایت سیمه ییزې ادارې سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې ” ایف اې آو” هم مرسته کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید