روزنامه اصلاح

د ایتیوپیا د پوځ مشر د خپل ساتونکی په ډزو ووژل شو

د ایتیوپیا د لومړی وزیر ابی احمد دفتر ویلی، د پوځ مشر د خپل ساتونکی په ډزو وژل شوی دی.

پېښه د حبشې (ایتیووپیا) پلازمېنه ادیسه ابابا کې شوې ده.

لومړی وزیر ویلی، جنرال سیاری میکونین او یو بل افسرد هېواد شمال امهره سیمه کې د ادارې پرضد د کودتا د هڅې مخنیوی کې مداخله کوله، چې دواړه وژل شوی.

خبری رسنیو د لومړی وزیر د ویاند له خولې ویلی، د پوځ د مشر ساتونکی ډزې کړې دی.

په ډزو کې د امهره ولایت مشر او د هغه سلاکار هم وژل شوی دی.

د ایتیوپیا تلوېزیون ویلی، د امهره ولایت چارواکی امباچو مکونن او د هغه سلاکار د شنبې په ورځ په خپلو دفترونو کې ویشتل شوی، چې په وینا یې د کودتا تر شا پوځ کې د یوه پړکمشر لاس و.

لومړی وزیر پر تلوېزیون په پوځی جامو کې وویل: “د امهره ولایت مرکز کې برید ځینې چارواکی ووژل“.

حکومت څه موده وړاندې په سیمه کې د “کودتا د هڅې” خبر ورکړی و. رپوټونه وایی په هېواد کې انټرنېټ کار نه کوی.

د امهره مرکز “بحر دار” کې مېشتو وګړو ویلی، د ډزو غږونه یې اورېدلی دی. د امریکا سفارت ویلی، د اتیوپیا پلازمېنه کې د ډزو د غږونو په اړه رپوټ ورکړل شوی.

ابی تېر کال ټاکنو کې لومړی وزیر شو، چې واک ته تر رسېدو وروسته یې د سیاسی بندیانو د ځورولو د لړۍ ختمولو، پر سیاسی ګوندونو د بندیز لیرې کولو او د بشری حقونو په سرغړونه د تورنو چارواکو د محاکمه کولو ویلی وو.

ملګری ملتونه وایی، واک ته د ښاغلی ابی تر رسېدو وروسته توکمیز تاوتریخوالی ډېر شوی چې له کبله یې ۲٫۴ میلیون ایتیوپیایان خپلو مېنو پرېښودو ته اړایستل شوی.

ابی ویلی، دپوځ مشر جنرال سیاری میکونین د “بهرنیو اجرتی قاتلانو” د برید قربانی شوی، خو نوموړی په دې اړه نور جزییات نه دی ورکړی.

دی زیاتوی، په امهره کې پر ځینو نورو چارواکو هم د غونډې پرمهال خپلو ملګرو ډزې کړې دی.

د ابی ویاند وړاندې ویلی وو، د کودتا سمبالوونکو غوښتل په امهره کې د سیمه ییز حکومت مشر امباچیو میکونین له واکه لیرې کړی، چې پوځ یې مخه ونیوه.

په امهره کې واکمن ګوند په یوه خبرپاڼه کې یو پخوانی امنیتی چارواکی، چې د ابی له واکمنېدو سره له بنده خوشی شوی، د تاوتریخوالی د پېښو په پیلولو تورن کړی.

رویټرز خبری اژانس په بحر دار کې د یوه استاد له خولې ویلی، ډزې څلور ګړۍ روانې وې:

په پیل کې مې ګومان کاوه چې ګنی عادی پېښه ده چې بیا وروسته مې د درنو وسلو غږونه واورېدل“.

ممکن است شما دوست داشته باشید