روزنامه اصلاح

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د پایداره او باعزته سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ

د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
په دغه کتنه کې، دواړو لوریو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، سیمه ییزو همکاریو او د افغانستان د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
لومړی د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د “سیمه ییز اتصال او ګډو فرصتونو او ستونزو” تر عنوان لاندې کنفرانس کې چې په جولای میاشت کې په تاشکند کې جوړېږی د ګډون په موخه د خپل هیواد د جمهوررئیس بلنلیک جمهوررئیس غنی ته وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه، په دغه کنفرانس کې به پر جمهوررئیس غنی او جمهوررئیس شوکت میرضیایف سربېره د هند او پاکستان لومړی وزیران او د امریکا متحدو ایالتونو، روسیې او اروپایی ټولنې د بهرنیو چارو وزیران او استازی هم ګډون وکړی.
همداراز په یاده کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ په اقتصادی او فرهنګی برخو کې د تفاهم لیکونو د تطبیق څرنګوالی په اړه چې دوه کاله وړاندې لاسلیک شوی، هم خبرې وکړې.
په پای کې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالی پر کموالی او د پایداره او باعزته سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید