روزنامه اصلاح

د اوبو له کمښته د کابل ښاریانو اندېښنه

په کابل کې د اوبو کموالی یوه جدی ستونزه ده چې خلک یې اندېښمن کړی دی. د کابل ښار د بی بی مهرو د سیمې اوسېدونکی وایی، اړ دی چې له جوماتونو او له ځینو لېرو ځایونو اوبه راوړی او خپلې اړتیا پرې پوره کړی.

د دغې سیمې دوه اوسېدونکی محمد نسیم او شفیع وایی:

“اوبه بیخی نه شته، اوبه چېرې دی، ټولې څاګانې او بمبې وچې دی، زموږ په همدغې کوڅه کې د اوبو ۲۰ نلونه وچ دی.”

“د اوبو د سطحې د ټیټوالی له امله زموږ د کور څا وچه شوې ده، اوس د بمبې اوبه کاروو چې ۱۳۰ متره ژوروالی لری، د دې سیمې د اکثرو کورونو څاګانې وچې شوې دی.”

د بې بې مهرو اوسېدونکی وایی، په ښار کې د ډېری ژورو څاګانو کیندنه لامل شوې چې اوبه لږې شی.

سربېره پر دې د کابل ښار د ځینو نورو سیمو اوسېدونکی بیا د ځمکې د لاندې اوبو له ککړوالی شکایت لری.

د کابل ښار د چهارقلعه اوسېدونکی نوراقا وایی:

“څو وارې مو حکومت ته مراجعه وکړه، خو پام ورته ونه شو، د دې سیمې خلک مجبور دی چې د ککړو اوبو له څاګانو کار واخلی، په دې سیمه کې د اوبو کموالی ډېر دی.”

نور اقا دا هم وایی، کله چې کوم کس کرایی کور نیسی، هڅه کوی چې داسې کور ونیسی چې اوبه او په تېره پاکې اوبه ولری.

د کابل ښار یوه بله سیمه لکه خواجه بغرا چې اوبه نه لری، اوسېدونکی یې مجبور دی چې له ټانکرونو په پیسو اوبه وپیری.

د دغې سیمې یوه اوسېدونکی رضا محمد وایی:

“دلته ټانکرونه اوبه راوړی، خو اوبه صحی نه دی، خوند یې هم ښه نه دی، د خلکو ستونزې ډېرې دی، په ورځ کې له ۴۰ تر ۵۰ افغانیو پورې اوبه پیری.”

د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت مخکې له دې ویلی وو، کابل ښار چې شااوخوا پنځه میلیونه نفوس لری، د اوبو سطحه په کې ۲۰ متره ټیټه شوې ده.

د افغان مسؤولو چارواکو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هر کال د باران او واورو له امله شااوخوا ۲۹ میلیونه متره مکعبه اوبه زېرمه کېږی، حال دا چې د لګښت اندازه یې شااوخوا ۳۲ میلیونو مترو مکعبو ته رسېږی.

له دې سره د اوبو او برښنا پرسرست وزیر محمد ګل خلمی د اوبو د کموالی په اړه د خلکو د اندېښنو پر وړاندې د سې شنبې په ورځ د اوبو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې داسې وویل:

“د افغانستان ۵۰ فیصده خلک په تېرو کلونو کې د اوبو له کموالی سره مخ وو، خو سږ کال مو د اوبو زېرمې ښى شوی او د دې ترڅنګ د اوبو د کموالی د ستونزې د کمولو لپاره د دغه وزارت او اړوندو نورو ارګانونو له خوا یو لړ اقدامات شوی دی.”

دا چې حکومت د اوبو د کموالی له امله د رامنځته شویو ستونزو کمولو ته کوم کارونه باید ترسره کړی، د اوبو او برښنا د وزارت پخوانی مرستیال او د اوبو د چارو پوه عبدالبصیر عظیمی یې په اړه وایی:

“حکومت باید د لویو ښارونو لکه کابل چې د ښار نورې سیمې هم تر پوښښ لاندې راولی، د اوبو د رسولو چارو ته پام وکړی، سربېره پر دې دې د کابل ګردچاپېره د اوبو زېرمې جوړې شی چې اوبه یې ښار ته ولېږدېږی، کېدای شی چې دغه پروګرامونه لنډ مهالی او اوږدمهالی وی، خو خلک هم باید اوبه وسپموی.”

د اوبو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې مسؤولینو د ملګرو ملتونو د سازمان د سروې له مخې وویل، د نړۍ ډېری هېوادونه د اقلیم د بدلون له امله د اوبو د کموالی له ستونزې سره مخ دی او که تدابیر ورته ونه نیول شی، تر۲۰۳۰ میلادی کال پورې به د نړۍ ۷۰۰ میلیونه کسان له یوې سیمې بلې ته بېځایه شی.

افغان کار پوهان وایی، افغانستان هم له دغې ستونزې سره مخ دی او کمولو ته یې باید مخکې له مخکې تدابیر ونیول شی.

  خان محمد سیند

ممکن است شما دوست داشته باشید