روزنامه اصلاح

د انګریزانو څخه د استقلال د ترلاسه کولو په جګړه کې د افغان مېرمنو ونډه

تاریخونو ثابته کړې چې له انګریزانو سره په ټولوغزاګانوکې نه یوازې نارینه ووګډون کړی او قربانۍ یې ورکړې دی بلکې افغانو میرمنو هم په خپل وار سره دخپلو وروڼو ، پلرونو او زامنوترڅنګ په جګړو کې ونډه اخیستې ده چې ددوی په سرښندنواوس هم د تاریخ پاڼې ویاړی .

توریالۍ ملاله د میوند په معرکه کې هغه حماسه جوړوونکې پیغله وه چې کله د افغان عسکرو علم بردار شهید شو او افغان شازلمیان د ډګرپریښودو اوماتې په لورمیلان پیدا کړ نو دې پیغلې په خپلو سرو منګلو بیرغ له ځمکې را پورته کړاو دا ناره یې وکړه :

خــال به دیــار پـه ویـنو کیـږدم

چې شینکی باغ کې ګل ګلاب وشرموینه

کـه په مـیوند کـې شهـید نشوی

خـدایږو لالیه بې نـنګۍ له دې ساتینه

داهغه ناره وه چې د افغان شا زلمو په رګونو کې یو ځل بیا د غیرت وینې په جوش را وستې اودا ځل یې  په خپل ټول توان په د ښمن داسې حمله وکړه چې میرزا یعقوب علی خافی د سردار احمد علی خان له خولې لیکی : په دې ورځ د میوند په جګړه کې د انګریزانو له ۱۲زره پوځ څخه یوازې ۲۵ تنه په تیښته بریالی شول چې دا سوبه د ملالۍ د غیرت له وجې غازیانو ته ورپه برخه شوه .

محمد ابرا هیم عطایی د ( آسیا په زړه کی طوفان ) کتاب په ۲۳۳ پاڼه کی لیکی :

کله چی د ۱۸۷۹ کال د سپتمبر په ۱۱ نیټه غازیان  له وردګو او غزنی څخه قلعه قاضی ته را ورسیدل نو د ضرورت له مخى  د غازی محمد جانخان په  بلنه ډیره عا جله  لویه جرګه را وبلل شوه چی زیات شمیر پوه او مخورکسان پکی را ټول شول، غازی محمد جان خان د جرګی له منځه را پورته شواوله بسم الله  او درود شریف وروسته یی وویل: دا چی تاسی زه د غزا د جبهی د عمومی قوماندان په توګه ټا کلی یم  مننه کوم  او زیاته یی کړه : عزیزانو انګریزان زموږ ددین،  ناموس، ملت او وطن قسم خوړلی دښمنان دی هغوی زموږ اوتاسی خویندی، وروڼه ماشومان، لویان او سپین ژیری را شهیدان کړل او لا یی شهیدانوی  موږ باید له دوی څخه کسات واخلو اود الله په مرسته  به موږ له دوی څخه خپل وطن آزادوو .

په دغه جرګه کې غازی « ادې » هم موجوده وه له غازی محمد جانخان او نورو غازیانو څخه یې د خبرو داجازې له ترلاسه کولو وروسته وویل : غازیان او مجاهدین ټول زما وروڼه او اولادونه دی ، تکیه په لوی خدای ، نن باید ښځی هم د خپلو وروڼو ترڅنګ د خپلی وینی تر وروستی څاڅکی پورې ددین او وطن له دښمنانو( انګریزانو سره ) وجنګیږی موږ ته هم اجازه راکړئ ،  ستا سې دی قسم وی اجازه راکړئ ،  وطن خو زموږ هم دی چی اوس دښمن پری سترګی را سری کړی ،هغه باید ددښمن له ناولیو منګلو څخه و ژغورو ، د وطن له حریم څخه ساتنه او د فاع  نه یوازې د نارینه وو بلکې زموږ ښځو اسلامی او دینی فریضه هم ده ، زه باور لرم چی نن به د الله په مرسته ترشیرپورپوری ځانونه رسوو او د شیر پورپه کلا به حمله کوو اوهغه به د انګلیسانو له نا پاک وجود و څخه  پا کوو ،  ډاډه اوسئ ، ای ! مجاهدو افغان خویندو او وروڼو، ډاډه اوسئ ، حق له موږ سره دئ، نن به یا خپل ځانونه حق ته سپارو اویا به ښکلی شیرپور آزادوو .

محمد جان خان یوه نفر ته اشاره وکړه  چی غازی ادې ته آس راولی هغه هم د سترګو په رپ کې آس حاضر کړ خو غازی ادې پرې سپره نه شوه او په تعجب یې غازی محمد جان خان ته وویل :

غازی وروره !  له لورینی دی زیاته مننه  ! خو زما میړه او زوی تیرکال له انګریزانو سره دجګړی لپاره تر( پیواړه ) پیاده تللی وو، زه به څنګه له دی ځایه ترعلی آباده په آس سپریږم !   نه، وروره  ستا له مهربانۍ مننه، ټینګه مې پتیلی چی نن به د خپلو مجاهدو وروڼو او خو یند و په څنګ کی  د جنګ ډګر ته پلی  ولاړه شم اوزیات ویاړم او بیا هم ویاړم  چی دجنګ ډګرته پلې ولاړه شم دا زما لپاره افتخار دئ څنګه داسې کیدای شی چی زما وروڼه او خویندې به پیاده روان وی  او زه په آس سپره وم .

غازی محمد جانخان له ډیرې خوشحالۍ بې اختیاره وویل : وګوری !  نام خدای په یوه ملک کې چې داسې غیرتی میرمنې موجودې وی څنګه به په هغه د فرنګی حکم و چلیږی  په داسی حال کی ټول سره روان شول چی غازی ادې خپله ملا په سره پټکی ټینګه تړلې وه او په پټکی کې یې هغه غټه سیلاوه هم ټومبلی وه  چی پلار یی له انګریزانو څخه په غنیمت نیولې  وه  ټوپک په اوږ ه د میزری څپلۍ په پښو او د مرمیو قطاروزمې یی تریوه اوبله اوږه را وتلې وې، دلاری په اوږدو کی یو نا څاپه دهغه ومخ ته یوه ښځه را ور سیده  چی په یوه اوږده  خاده کی یی یوبیرغ ټومبلی او غازی ادې ته یی وړاندې کړ چی دا غازی محمد جان خان ستا لپاره را لیږلی دئ غازی ادې بیرغ جګ کړ او وویل: غازی محمد جان خان خو غیرتی میرمنی پیژنی کور یې ودان ، هغه وه چی ټولو په ګډه مخ د کا بل په لور د تکبیر د نعرو په بدرګه حرکت را وکړ په غازی محمد جانخان او غازی ادې دچاردهی په کو څو کی  ښځو په نیک شاګوم اوبه را شیندلی ترڅو چی د جنګ ډګر ته را ور سیدل . وایی چی غازی ادې په قام د کټواز سلیما ن خیله او د حبیب آکا چی په لو ی آکا مشهور و  لور وه هغه چی  د تیر کال په غزا کی د شهادت لوړ مقام ته رسیدلی ؤ .

او ترټولو غیرتی میرمن بیا د امیر امان الله خان میرمن ثریا وه چې د خپل خاوند روحیه یې د خپلواکۍ په جګړه کې ژوندۍ وساتله، میرمن ثریا هم په انګلیس ضد کورنۍ کې تربیه شوې او پالل شوې وه، میرمن ثریا د امانی نهضت یوه پیاوړې مهره وه چې د امان الله خان د واکمنۍ په مهال یې د لومړی ځل لپاره د ښځو ښوونځۍ جوړ کړ او له هغه څخه به یې وارثی او پالنه کوله .

حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید