روزنامه اصلاح

د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون: په استعفا مکلف نوماند که استعفا نه‌وی کړی، حـذف کېـږی

د افغانستان د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون خبرداری ورکوی چې هغه کاندیدان چې استعفاوې یې نه‌وی کړې، د اثبات په صورت کې به د کاندیدانو له وروستی لېسته حذف شی.

دغه کمېسیون وایی، هغه کاندیدان چې استعفا یې نه‌وی کړی او یا له وخته مخکې کمپاینونه کوی، له جدی قانونی چلند سره به مخ شی.

د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند علی رضا روحانی د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۲» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د هغو کسانو نومونه به د کاندیداتورۍ له وروستی لېسته حذف شی چې په استعفا مکلف دی، خو تر اوسه‌یې استعفا نه‌وی ورکړې.

دی واییهغه څوک چې استعفا یې نه‌وی ورکړی او قانون په استعفا مکلف کړی وی او انتخاباتی کمېسیونو 

نه‌یې اغفال کړی وی، که کاندید وی او له کار ځایه‌یې استعفا نه‌وی ورکړې، دوی د کاندیدۍ په شرایطو برابر نه‌پېژندل کېږی، هم اوس او هم وروسته د کاندیدانو له لېسته د حذف قابل دی.” د انتخاباتو یو شمېر څارونکی بنسټونه وایی، داسې ډېر موارد شته چې کاندیدانو استعفاګانې نه‌دی کړی او له کاندیدۍ سره سره خپل پخوانی کارونه کوی. بل‌خوا په کابل ښار او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې ځینو کاندیدانو په واټونو او څلور لارو کې د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې د ورځې او د لوی اختر د مبارکیو په بهانه، خپل لوی لوی تصویرونه لګولی دی.

د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون منی چې یو شمېر کاندیدانو له وخته مخکې کمپاین پیل کړی، خو ټینګار کوی چې له وخته مخکې کمپاین کوونکی به له قانون سره سم یو لک او ۵۰ زره افغانۍ نغدی جریمه شی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو اجرائیوی رئیس وایی، ډېری داسې کاندیدان هم شته چې د سیاسی کارپوه په صفت په رسنیو کې خبرې کوی چې دا هم یو ډول کمپاین دی او سرغړونه بلل کېږی.  ښاغلی رشید زیاتوی، له وخت مخکې هر ډول دود دستور چې د خلکو ذهنونه تسخیر او افکار د ځان په ګټه راواړوی، کمپاین بلل کېږی.

د افغانستان د ولسی جرګې انتخابات د روان لمریز کال د میزان په ۲۸مه ترسره کېږی چې رسمی کمپاینونه‌یې د میزان په ۶مه پیلېږی او د میزان په ۲۶مه پای ته رسېږی چې بیا وروسته ۴۸ ساعته د سکوت وخت دی.

د انتخاباتی چارو کارپوهان وایی، انتخاباتی کمېسیونونه باید له استعفا لیک پرته کاندیدانو ته دا اجازه نه‌وی ورکړی چې وروستی لېست ته لار پیدا کړی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس نجیب‌الله احمدزی په دې اړه وایی:

د ولسی جرګې کاندیدانو باید په لیکلې بڼه خپلې استعفاوې په ولایتونو کې ولایتی دفترونو او یا په کابل کې مرکزی دفترونو ته سپارلې وی، هغه کسان چې استعفاوې یې نه‌دی ورکړی او وروستی لېست ته‌یې لاره موندلې، دا په دې دلالت کوی چې کمېسیون نه‌شی توانېدلی چې راتلونکی انتخابات ښه مدیریت کړی.”

له دې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم ویلی وو چې که ثابته شوه چې کاندیدانو له وخته مخکې کمپاین کړی او یا استعفاوې یې نه‌دی ورکړی، ممکن نومونه‌یې له لېسته حذف شی.

  رحمت‌الله افغان

ممکن است شما دوست داشته باشید