روزنامه اصلاح

د انتخاباتو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د رأی ورکوونکو لومړی شمېر اعلان کړ

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د رای ورکوونکو لومړی شمېر اعلان کړ.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اعلان له مخې د تلې د شپږمې د انتخاباتو د ګډونوالو شمېر نږدې دوه میلیونه او اوه سوه زره کسانو ته رسېږی.

د دې کمېسیون یوه غړی مولانا محمد عبدالله په کابل کې په یوه خبری غونډه کې وویل،دا ارقام وروستی نه دی او ښایی بدلون پکې راشی.

دی وایی: د ټولو رأیو شمېر چې موږ ته رارسېدلی، ۲۶۹۵۸۹۰ دوه میلیونه او شپږ سوه او پنځه نوی زره اته سوه او نوی کسانو ته رسېږی، د یادونې وړ ده چې دا ارقام دقیق نه دی، زموږ څېړنې روانې دی او ښایی کموالی پکې راشی، ځکه زموږ راپورونه ښیی چې په ځینو محلونو او مرکزونو کې له بایومټریک پرته رأیې هم کارول شوی دی، دا رأیې به له بایومټریک شویو رأیو جلا شی او چې دا کار وشو، نو دا شمېره به راکمه شی.

مولانا عبدالله وویل، د انتخاباتو په ورځ د رأی ورکولو ټول ۴۶۸۴ مرکزونه چې ۲۶۵۶۸ محلونه پکې وو، پرانیستی او ۶۸۹ مرکزونه بند وو.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دې غړی په وینا، بلخ د رأی ورکولو د ۱۲۶ بندو مرکزونو په لرلو سره د هغو ولایتونو په سر کې و چې تر ټولو زیات مرکزونه یې بند وو.

د کورنیو چارو وزارت له انتخاباتو مخکې ویلی وو چې د ۴۹۴۲ مرکزونو امنیت به خوندی کړی.

له بلې خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غواړی چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رأی ورکوونکو شمېر داسې اعلان کړی چې له مخې یې په هر مرکز کې د رأی ورکوونکو شمېر واضح وی.

د دې بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید په دې اړه له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل: له کمېسیونه مې غوښتنه دا ده چې د ارقامو په اړه اضافی جزیات که د مرکزونو په اړه دی که د ګډون کوونکو د مشارکت د کچې په اړه، د مرکزونو په تفکیک سره خلکو ته وړاندې کړی، ترڅو دا بحث چې کوم ځای امن دی او کوم ځای ناامنه، چېرته د خلکو ګډون زیات دی او چېرته کم دی، له منځه ولاړ شی.

د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له نهه نیم میلیونو زیاتو خلکو نوم لیکنه کړې وه.

د تلې د ۶مې په انتخاباتو کې چې د ملی وحدت د حکومت دواړه مشران یې مخکښ کاندیدان بلل کېږی، د خلکو د پیکه ګډون علت تر ډېره امنیتی ګواښ بلل شوی دی.

د دواړو کاندیدانو ټیمونو ویلی دی چې تر ټولو زیاتې رأیې یې ګټلی، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له کاندیدانو غوښتی دی چې د انتخاباتو د نتیجو په اړه اټکلونه دې نه کوی او اجازه دې ورکړی چې کمېسیون نتایج اعلان کړی.

د انتخاباتی مهالوېش له مخې ټاکل شوې چې د انتخاباتو لومړنی نتایج دوه اوونۍ وروسته د تلې په ۲۷مه او وروستی نتایج د لړم د میاشتې په ۱۶مه اعلان شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید