روزنامه اصلاح

د انتخاباتو کمېسیون: د راتلونـکو  انتخاباتو رأیې پاڼې  په ډنمارککې چاپـېږی

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، د راتلونکو انتخاباتو لپاره د رأیې ورکولو پاڼې په ډنمارک کې چاپېږی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دا ځل د رأیې ورکولو د پاڼو د چاپ لپاره ډنمارک غوره کړ او وایی چې د درغلۍ امکان به پکې نه وی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویندوی د دفتر سرپرست ذبیح الله سادات ازادی راډیو ته ویلی، وروسته له هغې چې د نوم ثبتوونکو کره شمېره معلومه شی، په هماغه اندازه به د رأیې ورکولو پاڼې چاپ شی.

ده وویل: کوم ځای چې د رأیې ورکولو پاڼې په کې چاپېږی، د ډنمارک د کپنهاګن ښار دی، موږ له تېرې تجربی چې ګواکې د رأیو ورکولو پاڼې بازار ته وځی او درغلۍ ترسره شی، دغه تصمیم مو ونیو، ځکه داځل چې پاڼې چاپېږی، له پخوانیو سره توپیر لری او د درغلۍ امکان په کې نشته.

دغه کمېسیون په تېرو انتخاباتو کې د رأیې ورکولو ۹ میلیونه پاڼې په دبۍ کې چاپ کړې وې چې ډېر لګښت پرې شوی و.

د جمهوری ریاست انتخاباتو ته درې میاشتې پاتې دی، خو دغه کمېسیون تراوسه نه دی توانېدلی چې د نوم ثبتوونکو شمېره کره کړی او وپوهېږی چې څومره پاڼې ورته چاپ کړی. خو یو شمېر ګوندونه له دغه تصمیم سره مخالفت ښیی او دغه پاڼې نه منی.

د حزب اسلامی د رسنیو د برخې غړی فضل غنی حقمل وایی، ولسمشریز انتخابات باید د بایومیټریک سېستم په کارولو سره ترسره شی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلی چې د بایومیټریک د څه باندې ۱۷ زرو د ستګاوو د اخیستلو او په انتخاباتو کې د نوې ټکنالوژۍ د کارولو په خاطر تصمیم نیول شوی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، د کاغذی پاڼو په ذریعه د رأیو ورکولو سېستم هم د ولسمشریزو انتخاباتو د کېدو د طرحې یو جز دی.

خو د ګوندو ترڅنګ د انتخاباتو یو شمېر څارونکی اندېښمن دی او وایی، دغه کمېسیون کولی شی چې حتی په هېواد کې دننه د رأیو ورکولو پاڼې چاپ کړی.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو ټیفا اجرائیوی رئیس محمد نعیم ایوب زاده وایی، که دغه بهیر د پخوا په شان په سمه توګه مدیریت نه شی، که له هر ډول پاڼو په کې کار واخیستل شی، د درغلیو زمینه په کې برابرېدلی شی.

ده زیاته کړه: که پاڼې په هره اندازه کیفیت لرونکی وی، په خواشینۍ سره چې ناوړه استفاده ترې کېږی، غوره دا ده چې په هېواد کې دننه او یا په کوم ګاونډی هېواد کې په ارزانه بیه چاپ شی، دوی داسې کار کوی چې سطحه ټیټه او د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راشی، موږ اوس باوری نه یوو چې کمېسیون دې د دغه کار لپاره میکانیزم ځانګړی کړی وی.

ایوب زاده وایی، یوه ستونزه چې د ولسی جرګې په انتخاباتو کې رامنځته شوه، له عربی متحدو اماراتو د رأیې ورکولو د پاڼو په رسېدو کې د ځڼد رامنځته کېدل وو.

د ایوب زاده په خبره، په داسې حال کې چې انتخاباتو ته څه کم نوی ورځې پاتې دی، خو دا کمېسیون لا نه دی توانېدلی چې د رأیو ورکوونکو نوملړ بشپړ کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید