روزنامه اصلاح

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمیشنران د مشرانو جرګې د راتـلوونکې اوونۍ عـمومی غونـډې ته راوبلل شـول

مشرانو جرګې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمیشنران د ولسمشرۍ ټاکنو د میکانیزم د روښانتیا په موخه د راتلوونکې اوونۍ عمومی غونډې ته راوبلل.

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړدغه غونډه چې د مشرانو جرګې د رییس فضل هادی مسلم یار په مشرۍ جوړه شوه، له دې وروسته چې سناتورانو د تیرو ستونزمنو ټاکنو په اړه خبرې وکړې په راتلونکو ټاکنو کې یې د بایومتریک په کارولو ټینګار وکړ،چې پرېکړه وشوه ترڅو ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه دې دجرګې د راتلونکې اونۍ د سې شنبې ورځې په غونډه کې ګډون او د رڼو او معیاری ټولټاکنو د جوړېدو په موخه دې د خپلو تیاریو اړوند څرګندونې و کړی.

د غونډې په بله برخه کې د محمد اکبر ستانکزی، لیاقت الله بابکرخېل او محمد ولی علیزی د لوړې مراسم چې ولسمشر لخوا د انتصابی سناتورانو په توګه ګومارل شوی وو، د جرګې د رییس لخوا ترسره شول او له هغو سناتورانو سره چې کاری موده یې پای ته رسېدلې وه، د ستاینلیکونو او ګلونو ګیډیو په ورکړې سره خدای پامانی وشوه.

همدا راز غونډې د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د پولیسو پر منسوبینو د بهرنیو ځواکونو هوایی برید چې له امله یې د ۶۰۱ لویې لارې د کنډک قوماندان ګران حبیب او د پولیسو یو شمېر منسوبین په شهادت رسیدلی دی، په کلکو ټکو وغنده او ټینګار یې وکړ چې دغه پېښه دې وڅیړل شی او د ترسره کوونکو سره دې قانونی چلند وشی اوهم دې د یادو شهیدانو کورنیو ته جنګی غرامت ورکړل شی.

د مواصلاتی لارو د بندښت له امله په ارزګان ولایت کې په بې ساری توګه د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل، د ملګرو ملتونو په تور لست کې د داعش ترهګرې ډلې دخراسان د شاخې د ځایولو څخه هرکلی، په ولسی جرګه کې درامنځ ته شوې ستونزې د حل غوښتنه، د سولې په اړه دروانو هڅو ددوام غوښتنه او پدې برخه کې دامریکې دځانګړی استازی له خوا ددې ستونزې په حل کیدو ټینګار، او ځینې نور مسایل هم په غونډه کې مطرح شول.

د آزادو بحثونو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلم یار د جمهوری ریاست د ټولټاکنو د جوړېدو د څرنګوالی په اړه دمعلوماتو دروکولو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کمیشنرانو د رابللو د تائید او هلمند ولایت کې د پولیسو منسوبینو د شهادت څخه د نیوکې ترڅنګ، د ننګرهار ولایت امنیتی وضعیت د اندېښنې وړ او د صبر او زغم څخه بهر وګڼه چې هره ورځ ترهګرې ډلې په چاودنو او د مهمو شخصیتونو په وژلو لاس پورې کوی اوخلکو ته یې ژوند سخت کړی او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې به دننګرهار ولایت چارواکی استجواب او ورسره به بحثونه وشی.

همدا راز یې د ولسی جرګې له وکیلانو څخه وغوښتل ترڅو د هېواد د اوسنی وضعیت او د خلکو د ګټو په پام کې نیولو سره د هېواد د اساسی قانون او کورنیو دندو اصولو له لارښوونې سره سم عمل وکړی او مشرانو جرګه هم په دغې برخه کې منځګړیتوب ته چمتو ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید