روزنامه اصلاح

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون: انتخاباتو لپاره د رایو ورکونکو لیست نهایی شوی

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایی، چې د میزان شپږمې ورځې انتخاباتو ته پوره چمتو والی لری او د جمهوری ریاست انتخاباتو لپاره یې د رای ورکونکو لست، د رای ورکولو د مرکزونو او محلاتو شمیر ځانګړې کړی دی.

د دغه کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د یکشنبې په روځ په یوه علنی جلسه کې خبریالانو ته وویل، چې په پام کې ده د جمهوری ریاست انتخابات په ۵۳۷۳ مرکزونو او ۲۹ زره او ۵۸۶ محلونو کې ترسره شی. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایی، چې په پام کې وه د انتخاباتو پر ورځ ۵۳۸۳ مرکزونه او شاوخوا دیرش زره محلونه پرانیستی وای، خو لا هم نا امنی د انتخاباتو پر وړاندې یوه ستونزه ده. کمیسیون وایی، چې د تقویتی نوملیکنې پر مهال د امنیتی ستونزو له امله ۱۹ مرکزونه تړلی پاتې شول، خو دوې وروسته وتوانیدل چې په غزنی ولایت کې پنځه او په یو شمیر ولسوالیو کې څلور مرکزونه پرانیزی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایی، چې دوې د انتخاباتو ورځې لپاره د څه باندې ۹.۶ میلیون رای ورکونکو نوملړ برابر کړی دی.

خو له انتخاباتو څخه د څار یو شمیر بنسټونه بیا دغو شمیرو ته د شک په سترګه ګوری او وایی، چې په دغه اندازه نوملیکنه نه ده ترسره شوې.

د روان کال میزان میاشتې په شپږمه نیټه د جمهوری ریاست ټاکنې ترسره کیږی.د دغو ټاکنو لپاره د افغانستان حکومت ۱۴۹ میلیون ډالره بودیجه تصویب کړې، چې ۹۰ میلیونه یې د حکومت او پاتې برخه یې د نړیوالې ټولنې لخوا تمویلیږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید