روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو سره په غونډه کې، په لګښتونو کې د سپما او د منابعو د ضایع کېدو د مخنیوی په موخه د امنیتی بنسټونو د مالی مدیریت هر اړخیز پلان وارزاوه.
په دغه غونده کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس غنی په ۱۳۹۸ کال کې د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په لګښتونو کې د سپما راپور د اورېدو ترڅنګ وویل، د امنیتی او دفاعی بنسټونولګښتونو په ځانګړی ډول د تېلو، اعاشې، غیر ضروری تجهیزاتو او قراردادونو په برخو کې پام وړ سمپا شوې. هغه ټینګار وکړ چې په امنیتی بنسټونو کې د بودجې لګښتونه باید د اغېز د زیاتوالی په اندازه وی او اړتیا ده چې سټنډرډ مالی سیستم جوړ شی.
جمهوررئیس څرګنده کړه، په امنیتی او دفاعی بنسټونو کې د بودجې او سپما پلان باید د اهدافو پر اساس ترتیب شی چې د بودجې په مصرف کې مؤثریت راشی. هغه همداراز ټینګار وکړ چې د فساد ضد جدی مبارزې او د منابعو د ضایع کېدو د مخنیوی په برخه کې دې لا زیات تمرکز وشی.
جمهوررئیس غنی په امنیتی او دفاعی بنسټونو کې تشکیلاتی تورم ته په اشارې د دغو بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو بنسټونو پر تشکیلاتو بیا کتنه وکړی او د تشکیلاتی تورم مخنیوی وکړی.
د هیواد جمهوررئیس وویل، د ولسوالیو په کچه دې د نظامی تاسیساتو، تجهیزاتو او وسایطو ارزونه او واضح تصویر رامنځته شی. د دې ارزونې پر اساس دې کمبودۍ او اړتیاوې روښانه او د هغو د پوره کېدو لپاره پر یوې طرحې هم کار وشی.
جمهوررئیس د تاسیساتو، تجهیزاتو او وسایطو ساتنه او څارنه مهمه وبلله او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د امنیتی او دفاعی بنسټونو د تاسیساتو، تجهیزاتو او وسایطو د ساتنې او څارنې لپاره پلان او منظمه برنامه ترتیب کړی.