روزنامه اصلاح

د امنیتی او دفاعی ځواکونو د ملاتړ  ملی ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس پیغام

د وسله وال پوځ ټولو منسوبینو، د شهیدانو کورنیو او شریفو او درنو هیوادوالو ته د کب د نهمې د افغانستان د زړورو امنیتی او دفاعی ځواکونو د ملاتړ ملی ورځې مبارکی وایم.

د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو شهیدانو ته چې ځانونه یې د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملی نوامیسو او لوړو ګټو څخه د دفاع په برخه کې قربانی کړی، د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او د امنیتی او دفاعی ځواکونو ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوم.

تاسې زړور او اتل امنیتی او دفاعی ځواکونه ملی بنسټونو پورې تړاو لرئ، تاسې د اساسی قانون ساتونکی، د ملی یووالی د ټینګښت او ملی اقتدار د حاکمیت ملاتړی یاست او ستاسې مبارزه د دې لامل شوه چې دښمن هغو موخو ته چې ټاکلې یې وې، ونه رسېږی.

ستاسې هڅې د دې لامل شوې چې سربېره پردې چې تهاجمی حالت ته شئ، د هیواد ۱۰ ولسوالۍ د دښمن له شتون څخه پاکې او د افغانستان د اسلامی جمهوریت حاکمیت پکې ټینګ کړئ.

هغه لاسته راوړنې چې د تروریزم پر وړاندې مو د جنګ په جبهه کې ترلاسه کړی او هغه ظرفیت او وړتیا چې اوس یې لرئ، ټول د خلکو د بېلابېلو اقشارو د ملاتړ محصول دی چې ستاسې د ملاتړ او لا پیاوړتیا په برخه کې سرتاسری اجماع لری.

زموږ امنیتی او دفاعی ځواکونو د ولسی جرګې او جمهوری ریاست ټاکنو د امنیت په ټینګښت سره یو ځل بیا ثابته کړه چې بې پرې، مسلکی او ملی ځواکونه دی او په ټول افغان ولس پورې تړاو لری. تاسې پر دغو هڅو په ولسواکه ټولنه کې د یوه مهم اصل په توګه بنسټیزې ولسواکۍ ته د زمینې برابرول، تمثیل کړل.

د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه تاسې ته ډاډ درکوم چې زما، ملت او نړیوالې ټولنې ملاتړ څخه برخمن یاست او ستاسې د تمویل، تجهیز او روزنې په برخه کې به تر بل هر وخت زیاتې هڅې وکړو.

د هیواد د لومړی خادم په توګه زما موضع ګیری، د امنیتی او دفاعی سکتور د رهبرۍ هڅې او ستاسې سرښندنه او مېړانه د دې لامل شو چې د پام وړ تاوتریخوالی کمولو شاهد واوسو.

زه بشپړ باور لرم هغه ډول چې د دښمن پر وړاندې د جګړې په ډګر کې ولاړ یاست او په مېړانه د وطن او خلکو دفاع کوئ او هغه ډول چې د پام وړ تاوتریخوالی کمولو اوونۍ کې مو په پیاوړی ډول د افغانستان د اسلامی جمهوریت ژمنې نندارې ته وړاندې کړې، سوله چې الهی امر او زموږ د ټولنې او خلکو مبرمه اړتیا ده، په بریالیتوب سره منزل ته رسوئ.

ژوندی دې وی افغانستان او زموږ زړور او اتل ځواکونه.

ممکن است شما دوست داشته باشید