روزنامه اصلاح

د امنـیت د تأمـین له پاره هلې ځلې د وسله والو ځواکونو لومړنۍ دنده ده

زمونږ د ګران هېواد وسله وال ځواکونه څه با وقاره او له ویاړه ډکه ملی اردو، خدمتګار پولیس او پاک لمنی ملی امنیت مامورین او قوتونه هره ورځ او شپه د خپل سر په نذرانه کولو او قربانۍ سره زمونږ ښاغلی ملت ته په پوره سپیڅلتیا سره کار کوی، په خورا لوړ مورال، حب الوطن او سر ښندنې سره دا، وس لری چې د وطن دښمنان بهرنې ګوډاګیان راولا سپوڅی او بنسټ پالونکی وځپی او یایې پرشاوتمبوی. سر ورکوی خو سنګر به ساتی، د خدای، وطن، دنده او پولیس د ټولنی خدمتګار شعارونه د معنوی او مورالی نقطه نظره خورا او چته او پاکه خبره او خدمت دی. د ملی امنیت د اوسنیو پام وړ لاسته راوړنو په هکله: د اصولو له مخې د ملی امنیت دنده په حقیقت کې یوه سیاسی دنده ده، چې د سیاسی جرمونو،  سابوتاژ، تهدید او ګواښونی پر ضد یې سرته رسوی. چې لاندی ټکی پکښی شامل دی: کشف، مخنیوی او قطع (چې د سیاسی جرمونو کشف کول، مخنیوی او قطع کول یې اساسی ټکی جوړوی. چې په دې کې بیا په لویه کچه لاندی ټکی نغښتی دی، ملی ګټی، ملی روحیه، ملی امنیت، چی پکښی نظامی لید، اقتصادی لید، سیاسی، او د ملی امنیت ساتنه ځای لری. د امنیت په تأمین او خوندیتوب کی لاندی عناصر شته: ځمکنی بشپړوالی د ملی خپلواکۍ تحقق او خوندیتوب. د وګړو سوکالۍ بسیاینه او سیاسی ثبات، د ملی ارزښتونو ساتنه او اشاعه (خپرول او ساتل)، له ټولو ګواښونو او تهدیداتو څخه فراغت او د سابوتاژونو څخه ډپ کول، د بهرنیو د پنځمې ستنی او د پراکسی وار یا کفالتی جګړې څخه مخنیوی. دغه راز هغه څه چې په اوسنی ۲۱ می پیړۍ کې خورا زیات کارول کیږی او د بالفعل او بالقوی او تاکتیکی جګړی څخه کم نه دی، هغه د نرم ابزارو څخه کار اخیستل او پرو پېګنډې دی، چې د وګړو د اذهانو د مغشوش ساتلو او خطا ایستلو او یا د مورال د کمزوری کولو او د وګړو (ملت) او دولت ترمنځ د معنوی نقطه نظره واټن ایجاد وی او فاصلی زیاتوی بالخصوص د ځوان نسل له پاره خورا ارزښت لری چې ځوانان او نجونی اکثریت له فیسبوک او نورو توکو سره زیات بلد دی. د اصلاح ملی ورځپاڼې په ۱۷ / ۱/۱۳۹۸ نېټه په ۴۱۴۲ نمبر ګڼه په لومړی مخ کې یو خبر خپور کړی (بازداشت یک شبکه ی فعالان رسانه ی داعش در کابل) دا د ملی امنیت په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په داسی لوی کار لاس پورې کوی. چی د اجتماعی شبکو څخه د تهدید پرده راسپړی او ۶ تنه په دې هکله بالفعل نیسی. په مجازی شبکو کې لکه (فیسبوک، تویتر، انستاګرام، تلګرام او…) په واسطه کاذب او عوام فریب خبرونه او پروپاګنډې خپروی او د داعش په ګټه یې پراخ تبلیغاتی مبارزه پیل کړې وه، د داعش دغه نامریی فعالان او اجنټان په دې مؤظف شوی ؤ، چې د دولت پرضد تبلیغات وکړی او خلک و ډاروی او نوی ځلمیان خدای مکړه بې لارې کړی. نو د ملی امنیت د لوی ریاست اړوندو کارمندانو او ځواکونو دغه پرځای اقدام ستایو او په ملی کچه یې مننه کوو.

عبدالهاقی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید