روزنامه اصلاح

د امریکا یو شمېر حکومتی ادارې د بودیجوی جنجال له کبله تړل کېږی

د امریکا او مکسیکو ترمنځ پر پوله د دیوال جوړولو لپاره د ولسشر ټرمپ لخوا غوښتل شوې بودیجې د تصویب پر سره ددې هېواد د سنا ډیموکراټان او جمهوری غوښتونکی هوکړې ته نه دی رسیدلی. له دې سره به د امریکا د حکومت ځینې برخې د بودیجې د قانون نه تصویبېدو له امله وتړل شی.

دا کار به د امریکا پروخت د شنبې په شپه ناوخته عملی شی.

په دې برخه کې د امریکا د وزارتونو، د فدرال دولت بنسټونو لکه د کورجوړونې، د کورنی امنیت، د کرنې، بهرنیو چارو وزارتونه او د څارنوالۍ یو څلورمه نامهمه برخې ځنډیږی چې ټولټال پکې ۸۰۰ زره دولتی مامورین کار کوی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندې ویلی و، که د سنا دیموکراتان د امریکا او مکسیکو پر پوله پر دیوال جوړلو هوکړه ونه کړی او د بودیجې قانون تصویب نه شی، حکومت یې د اوږدمهاله ځنډ لپاره چمتووالی لری.

په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال ښاغلی ټرمپ وویل: “هیله لرم داسې ونه شی، خو موږ د اوږد مهاله ځنډ لپاره چمتوالی لرو.”

ډونلډ ټرمپ امریکا ته د مکسیکویی کډوالو د ننوتلو د مخنیوی په پار د دواړو هېوادونو پر پوله د دیوال جوړولو لپاره له ۵ تر ۷ میلیارده ډالره بودیجه ځانګړې کولو غوښتونکی دی، خو دیموکراتان دا کار بې ګټې او د بودیجې ضایع کول ګڼی.

د امریکا ولسی جرګې د جمعې په ورځ د ښاغلی ټرمپ د بودیجې طرحې ته ۲۱۷ مثبت او ۱۸۵ منفی رایې ورکړې. خو په سنا کې بیا جمهوری غوښتونکی ددې طرحې د تصویب لپاره کافی رایه نه لری.

د سنا د تګلارې له مخې، ددې طرحې تصویب په دې جرګه کې د ۱۰۰ رایو نه ۶۰ ته اړتیا لری، خو جمهوری غوښتونکی د امریکا په سنا کې یوازې ۵۱ څوکۍ لری.

ښاغلی ټرمپ ویلی، که دولتی چارې وځنډیږی، د کرېسمس رخصتیو لپاره به فلوریدا ایالت ته لاړ نه شی.

له دې وړاندې هم د امریکا د حکومت ځینې برخې د ۲۰۱۸ کال پیل کې د بودیجې پر سر د اختلافونو له کبله تړل شوې وې.

له مکسیکو سره پر پوله دیوال جوړول د ټاکنو پرمهال د ټرمپ یوه انتخاباتی ژمنه وه.

هغه دا دیوال امریکا ته له مکسیکو د ناقانونه کډوالو د مخنیوی لپاره جوړول غواړی. هغه وایی: “دوی له ځان سره جرم او ناروغی امریکا ته راوړی.”

ډونلډ ټرمپ وایی، دیموکراتان د پولو خوندیتوب ته پام نه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید