روزنامه اصلاح

د امریکا کانګرس خلیلزاد طالبانو سره د خبرو په اړه احضار کړی

د امریکا د استازو د مجلس ” کانګرس” د بهرنیو اړیکو کمیټې رئیس یلیوټ انګل د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یې بله پنجشنبه ( سنبلې ۲۸ مه) د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه د معلوماتو لپاره د دغې کمیټې یوې علنی غونډې ته غوښتی دی.

د امریکا د استازو د مجلس ” کانګرس” د بهرنیو اړیکو کمیټې رئیس د خپل ټویټر په پاڼه لیکلی، چې ښاغلی خلیلزاد باید لس بجې د استماعیه غونډې په خونه کې حاضر وی.

ایلیوټ انګل د امریکا د دیموکرات ګوند غړی دی.

ښاغلی انګل ویلی، چې د کانګرس غړی باید له ښاغلی خلیلزاد څخه ” په مستقیم ډول” دا واوری، چې څنګه د امریکا او د طالبانو ترمنځ خبرې بندې شوې.

د امریکا د استازو د مجلس ” کانګرس” د بهرنیو اړیکو کمیټې رئیس، وروسته له هغې دغې کمیټې ته د زلمی خلیلزاد د حاضریدلو لیک لاسلیک کړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د امریکا د استازو مجلس ته د ښاغلی خلیلزاد د حاضریدولو په اړه د دغه مجلس څو غونښتنې له پامه غورځولی دی.

تیره اونۍ هم د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رئیس ایلیوټ انګل ښاغلی خلیلزاد دغې کمیټې ته ورغوښتی وو.

تیره اونې ښاعلی انګل په خپل لیک کې ویلی وو، چې د امریکا او د افغانستان وګړی ددې حق لری، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په جزئیاتو باندې خبر شی.

د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د رئیس په لیک کې ویل شوی وو، چې په دغه کمیټه کې د ښاغلی خلیلزاد حضور ” اختیاری” نه دی او که چیرې هغه د طالبانو سره د سولې د هوکړې په اړه د معلوماتو د ورکولو غونډې ته حاضر نشی دا کمیټه به په خپل مخ کې د نورو وړاندیزونو څخه هم کار واخلی.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیتې رئیس د پنجشنبې په ورځ (سنبلې په ۲۱ مه) دغې کمیټې ته د ښاغلی خلیلزاد د حاضریدولو لیک لاسلیک کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید