روزنامه اصلاح

د امریکا تېرو ټاکنو کې د روسیې لاسوهنې په اړه د څېړنو پایلې په ډاګه شوی

د امریکا کانګرس ته په استولی رېپوټ کې د ددې هېواد په تېرو ټاکنو کې د روسیې مداخلې په اړه ځانګړی پلټونکی رابرټ میولر ویلی چې ددې هېواد په ۲۰۱۶ ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر ټرامپ ټاکنیز ټیم له روسیې سره جوړجاړی نه و کړی.

په هغه لیک کې چې د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار د امریکا کانګرس ته استولی ویل شوی: “په رپوټ کې دې پایلې ته نه دی رسیدلی چې د امریکا ولسمشر دې کوم جرم کړی وی خو هغه ته برائت هم نه ورکوی.”

د ده په خبره موضوع د تخلف تر کچې هم نه ده.

د هغه په لیک کې ویل شوی: “دا رپوټ د امریکا په ټاکنو د کې د اغیز ترلاسه کولو لپاره د روسیې هڅې ښیی او هغه جرمونه چې شوی ده مستند کړی دی.”

“ځانګړی پلټونکی داسې شواهد نه دی موندلی چې هېڅ امریکایی یا د امریکا د ولسمشر ټرمپ ټاکنیز ټیم غړی دې له روسیې سره جوړجاړی یا همغږی کړې وی.”

د مولر څېړنې چې ۲۲ میاشتې وخت یې نیولی دوه ورځې وړاندې د امریکا لویې څارنوالۍ ته سپارل شوی.

د امریک ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ کې لیکلی: “نه جوړجاړی، نه جوړجاړی او نه ناغیړی.”

دا تحقیقات له تېرو څو میاشتو راه راهیسې ځانګړی پلټونکی رابرټ میولر کول چې د ډونلډ ټرمپ غوسه یې پارولې وه.

خو تېره ورځ چې کله د ګالف میدان ته روان و نو داسې ښکاریده چې د ښاغلی ټرمپ طبعیت د پام تر کچې ښه شوی و ځکه چې اوس څرګنده شوې چې رابرټ میولر د نورو تورونو لګولو وړاندیز نه دی کړی.

د ولسمشر ټرمپ پلویان نمانځنې کوی او له دې سره هغه ادعا لا پیاوړې ګڼی چې ولسمشر کوله.

ولسمشر وویل هر څوک پوهېږی چې دا یوه تېر ایستنه وه.

“هر څوک پوهېږی چې له پلټنې سره هېڅ مخالفت نه دی شوی او هېڅ خنډ ورته نه دی جوړ شوی، ټول پوهېږی چې دا یوه تېر ایستنه وه، په دې هېواد کې یوه لویه تېر ایستنه.”

د رابرټ میولر د تحقیقاتو پرمهال ځینی کسان محاکمه او محکوم شول او د نورو کسانو ترڅنګ په دې ډله کې د ولسمشر ټرمپ د کمپاین ډلې مشر پاول مانافورت، د ملی امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین او یو مهالې د ښاغلی ټرمپ شخصی وکیل مایکل کوهن هم شامل وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید