روزنامه اصلاح

د امریکا او چین سوداګریزه جګړه؛ اسیایی بازارونه را ولوېدل

د اسیا د ونډو بازارونه وروسته له هغې راولوېدل چې د امریکا او د چین په سوداګریزه جګړه کې وروستیو بدلونونو پانګه وال لا وځپل.

د جمعې په ورځ، د چینایی وارداتو په اړه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر چین تعرفه پنځه سلنه لوړه کړه او له امریکایی کارخونو یې غوښتی چې له چینه ووځی.

دا له هغې وروسته راپورته شوه کله چې بیجینګ وویل چې دوی به چین ته د متحده ایالاتو پر وارداتو تعرفې ډېرې کړی.

د چین د هانکانګ د هنګ سنګ د ونډو ارزښت درې عشاریه دوه سلنه راولوېد، په داسې حال کې چې د شانګهای د ونډو کچه یو عشاریه درې سلنې ته راټیټ شو.

په دې سره د جاپان ‘نیکې ۲۲۵’ د ونډو عمده بازار هم دوه عشاریه درې سلنه راټیټ شو.

په اکسفورډ پوهنتونو کې د اسیا د اقتصاد رئیس، لویس کویجز وویل: “د امریکا او چین ترمنځ تجارتی جګړه په ناڅاپی ډول وده کړې.”

د دغه غبرګونی شخړې زیاتېدا دا ښیې چې اوس یوه سوداګریزه هوکړه او د دغې شخړې هواری څومره ګران شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ وویل چې له چین څخه د ۲۵۰ میلیارده ډالرو په اندازه پر وارداتو مالیه له ۲۵ سلنې ۳۰ سلنې ته لوړوی، ټاکل شوې چې دا به د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټې عملی شی.

امریکا ویلی چې د روانې میاشتې په پیل کې د ۳۰۰ میلیاردو ډالرو وارداتی توکو پر سر نوی لګیدلی مالیه له لسو نه ۱۵ ته پورته کړی. د دې مالیو لومړۍ برخه به په سېپټمبر میاشت کې عملی شی.

دا اقدام وروسته له هغې ترسره شو چې چین له امریکا سره په واردېدونکو توکو په لګېدلې مالیه د ۷۵ میلیارده ډالرو په اندازه په نورو توکو هم مالیه ولګوله.

د نړۍ دا دوه لوی اقتصادونه له تېر کال راهیسې په سخته اقتصادی جګړه کې ښکېل دی چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د یو بل پر توکو تعرفې لګول شوی دی.

ښاغلی ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې چین په غیرعادلانه سوداګرۍ او د فکری ملکیت په غلا تورنوی. په چین کې داسې انګېرنې شته چې امریکا یې د راپورته کېدو مخه ونیسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید