روزنامه اصلاح

د امریکا او طالب استازو اووم پړاو خبرو ته د سولې د عالی شورا هیله

د افغانستان د سولې عالی شورا په قطر کې د سولې د شپږم دور مذاکراتو په ختمېدو سره د دغه بهیر په چټکتیا او بین الافغانی خبرو اترو ټینګار کوی.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له وروستیو خبرو اترو تر ترسره کېدو وروسته، د افغانستان د سولې عالی شورا دغه خبرې ګټورې وګڼلې او ټینګار یې وکړ چې په راتلونکی اووم دور مذاکراتو کې باید بین الافغانی خبرو اترو ته زمینه برابره شی.

د سولې د عالی شورا مرستیال عزیزالله دین محمد ،ازادی راډیو ته ویلی:

“د دې اړتیا ده چې افغانان په خپلو کې سره کېنی او بیا همدوی نړیوالې ټولنې یعنې له امریکا سره توافق ته ورسېږی، مخکې له شپږم دوره دا هیلې وې، خو ونه شوې او د راتلونکی اووم دور مذاکراتو لپاره د دې جدی اړتیا ده او بریالۍ خبرې اترې به هغه وی چې افغانان پکې شامل وی.”

د سولې د بین الافغانی مذاکراتو غوښتنه داسې مهال کېږی چې په قطر کې د طالبانو او امریکایی چارواکو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو پرون پای ته ورسېد.

د افغانستان د سولې لپاره امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایی چې په قطر کې له طالبانو سره د خبرو پړاو بشپړ شوی دی.

زلمی خلیزاد د قطر د مذاکراتو په اړه په خپل یوه ټوېټ کې لیکلی چې د افغانستان د سولې لپاره د چوکاټ ټاکلو په اړه د خبرو پړاو بشپړ شوی، خو وایی چې باید دغه بهیر چټک شی.

ښاغلی خلیلزاد په دغه لړ کې راپېښو چېلنجونو ته په اشارې وویل:

​”مونږ په قط‏ر کې خبرې سرته ورسولې، مونږ په افغانسان کې د جګړې د ختمولو لپاره د چوکاټ د ټاکلو پر وړاندې ورو، خو سم پرمختګ کړی دی، اوس به یې مونږ د عملې کولو لپاره په مهمو ټکو کار کوو.”

زلمی خلیلزاد همدارنګه په یو بل ټوېټ کې لیکلی چې په داسې وخت کې چې جګړه زیاتېږی او بېګناه خلک وژل کېږی، نو د خبرو اوسنی بهیر پوره نه دی.

هغه ولیکل:

“چې جګړه زیاتېږی او بېګناه خلک وژل کېږی، نو د خبرو دا اوسنی بهیر پوره نه دی. مونږ ګړندی او چټک پرمختګ ته اړ یوو او مونږ اوس هم په هغه وړاندیز ولاړ یوو چې ټولې خواوې دې په تشدد کې کمښت راولی.”

په ورته وخت کې یو شمېر پخوانی طالب چارواکی د سولې شپږم دور مذاکرات هیله بښوونکی ګڼی او وایی، په راتلونکی اووم دور مذاکراتو کې به خبرې حل او فصل شی.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل:

​”شپږم پړاو خبرې مثبتې وې، البته په ځنیو جزیاتو کې خبره پاتې ده چې هغه به په راتلونکی اووم پړاو کې بشپړ شی، زما په اند ټولې خبرې به په ۷ پړاو کې حل او فصل شی.”

که څه هم طالبانو له دې وړاندې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې رد کړی، خو د افغانستان د سولې عالی شورا وایی چې افغانان له بل هر وخته زیات سولې ته نږدې شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید