روزنامه اصلاح

د امریکا او شمالی کوریا د مشرانو د بیا لیدنې لپاره هوکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د شمالی کوریا د مشر په لیدنه کې هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو مشران- ډونلډ ټرمپ او کېم جونګ اون- بیا “ژر تر ژره” سره ووینی.

مایک پمپیو د یکشنبې په ورځ( د اکتبور ۷) په پیونګ یانګ کې له کیم جونګ اون سره تر خبرو وروسته د سوېلی کوریا پلازمېنې سیول ته روان شو.

نوموړی له کېم جونګ اون سره درې ګړۍ لیدنه د اټومی بې وسلې کولو په لار کې “ښه، رغنده او مخته ګام” وبلله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ورته مهال زیاته کړه چې لا هم ډېر ګامونه پورته کول ضروری دی.

ښاغلی پمپیو په سیول کې د سوېلی کوریا له ولسمشر مون جی این سره لیدنه او خبرې درلودې.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ خپل ټوېټر کې لیکلی چې “نږدې راتلونکی کې” له کېم جونګ اون سره لیدنې ته سترګې په لار دی.

مایک پمپیو شمالی کوریا ته تر رسېدلو لږ وروسته خپل داسې انځور ټوېټ کړ چې له کېم جونګ اون سره روان و.

نوموړی شمالی کوریا ته تر تللو مخکې هیله ښودلې وه چې په دغه سفر کې به د ډونلډ ټرمپ او کېم جونګ اون د بیا لیدنې نېټه او ځای وټاکل شی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې ورځې د بیانیې له مخې، دواړو لورو په دې لیدنه کې د دویمې ناستې لپاره د وخت او ځای ټاکلو په هکله “لا ښه غوراوی” وړاندې کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هډر ناویرټ ویلی چې شمالی کوریا د پونګی ری اټومی ازمېښتځی د لیدلو لپاره څارونکی بللی دی، چې تایید کړی دا مرکز داسې وران شوی چې بیا نه رغېږی.

نوموړی په دې هکله نور څه ونه ویل.

ډونلډ ټرمپ نږدې دوه اونۍ مخکې ویلی و چې له کېم جونګ اون سره د دویمې لیدنې پروګرام به یې ډېر ژر اعلان شی.

د امریکا او شمالی کوریا مشرانو اول ځل تېر جون په سینګاپور کې سره ولیدل.

ښاغلی ټرمپ دا هم وایی، چې د شمالی کوریا د اټومی بټیو له منځه وړلو ته بیړه نه لری، خو زیاتوی چې تر نااټومیتوب پورې به پر دغه هېواد سوداګریز او اقتصادی بندیزونه لګېدلی وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید