روزنامه اصلاح

د الفتح عملیات مات او ځپل شوې دی

د یوه ملک او ملت د ژغورنې لپاره په عملی توګه لاندې ټکى خورا ارزښت لری او په حقیقت کې د ملی ارزښتونو له جملى څخه دى:

ملی وحدت، ملی امنیت، ملی حاکمیت، ملی کرکتر او ملی منافع چې پورته ټکې هم په سیاست هم نظامیت او هم په ټولنپوهنې کې درج او د ولسونو د ژغورنده توکو په توګه ګڼل کېږی. په هر صورت، د ملى امنیت په تامین او د ملى منافعو یا د وګړو لپاره د ارزښت وړ مهمه خبره کوم چې د هغه پر اساس امنیت، ثبات او ټیکاو ساتل کیږی هغه د ملى قوتونو موجودیت دى. نو الزاماً د ملى حیثیت د لوړوالی او د ملی کرکتر د تحفظ په پار به ملى باعزته قوتونه هغسى چې له شان او شخصیت سره یې زیب کوی ساتو، پالو، روزو او حمایت ورڅخه کوو.

د ۱۳۹۸م کال د غبرګولى (جوزا) په څلورمه د ملى دفاع سرپرست وزیر ښاغلى اسدالله خالد په یوه خپاره شوى بیان کې راغلى دی چې: د طالبانو د (الفتح) عملیات په بشپړه توګه مات شوى او یا له ماتې سره مخامخ دی.

د تیر مارچ په پاى او د همدى ۱۳۹۸ کال په پیل کې د افغانستان د اسلامى جمهوریت په وړاندى د طالبانو له خوا، یانې، د نورو په اشاره، کومک او حمایت او دبل د ټوپک په مټ هغه افغان د دې افغان پرضد د الفتح جګړه ییز عملیات پیل کړل او د افغان وژنې د ملک د ویجاړونى او خدای مکړه د افغانانو د ملى حیثیت او دولتی او توریتې د کم راوستو په پار کې جنګ پیل کړ.

په هر صورت، اوسمهال د تیرو وختو په پرتله د افغانستان هوایی او ځمکنى پوځونونه او نور اصناف خورا پیاوړی شوی، په لوړ مورال د کشف او توپچی په حمایت سره چې ځانګړى قطعات او کوماندو یې خورا فعاله او هر آن قربانى ته چمتو دی، لرى، فعال دى سریع الانفعال په کوردیناسیون او لوړې روحى او قوی مټ سره له پولو او ملت او هېواد څخه ساته او دفاع کوى.

خلک او ملت یې هم تر خواشته او په خورا عزت او مینې سره یې سیاسى او د وګړنیز حمایت کېږى.

د ملى دفاع وزیر د غبرګولى په ۴مه د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د نوى قوماندان ښاغالى جنرال احمدى د معرفی پر مهال په نیغه توګه په پوره جسارت وویل چې نور نو د الفتح عملیات یې ځپلى، مات او امحا دی.

دا د ملى وجدان او د زړه او قوى اعصابو خبره وه او ده، چې یاد وزیر وکړه.

طبعا د ملى امنیت د لوى ریاست کارمندان او  دملى پولیسو د خدمتګارو ټولیو همغږى کوردیناسیون او یو د بل حمایت او مرستې اړینې دى چې ترسره کوى یې او ارزښت لری او همدا د ضمیر پاکوالى دی. دا خبره هم د تحلیلى کتنې له مخى ضرورى ده چې ډیر داسې فکر کېږى که چیرې د الفتح پوځى عملیات امحا کېږی نو دلته د امریکا د پنتاګون په یوى اعلامیې کى کوم چې په ۲۵/۵/۲۰۱۹ کې خپروه شوى یوه لنډه تبصره لرو چې د لشکر طیبه نړیوالى تروریستى ډلې منظم والى او پنجابى ترهګر په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ په جګړه کې د افغان ځواکونو پر ضد جنګېږى، له دوۍ سره نورې ترهګرۍ ډلى لکه القاعده د ظواهرى په مشرۍ او د ازبکستان د اسلامى غورځنګ کسان په خورا سخت دریځۍ سره یى په خواکى د طالبانو سره په کومک اخته دى. که چیرى دا خبره پایښت وکړى نو افغان دولت باید بیا هم د ناټو د نوې جوړې شوې استراتیژۍ کوم چې د ناټو مشر ستولنبرګ له خوا اعلان شوى د افغان ځواکونو تر څنګ ودریږى نو د افغان ملى پوځ عملیات به خورا بریالى او او سنۍ لاسته راوړنې به دوه چنده زیاتې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید