روزنامه اصلاح

د البغدادی وژل کېدو پسې د ‘اسلامی دولت’ ویاند هم وژل شوی

کردی وسله وال وایی، د ‘اسلامی دولت’ نومې ډلې ویاند ابو حسن المهاجر د دغې ډلې د بنسټګر او مشر ابو بکر البغدادی تر وژل کېدو څو ساعته وروسته پوځی عملیاتو کې وژل شوی دی.

د دیموکراتو کردانو ځواکونو ویلی، امریکایی ځواکونو په جلا عملیاتو کې ابو حسن المهاجر، چې ډېر اټکل کېده د البغدادی ځای ناستی به شی، وژلی دی.

اټکل دی چې المهاجر جرابلس ته څېرمه په عین البیضاء کلی کې وژل شوی.

د سوریې د بشری حقونو بریتانیا مېشتې ډلې هم د المهاجر وژل کېدل تایید کړی.

دغه سازمان وایی د “اسلامی دولت” پنڅه مخکښ قومندانان هم د سوریې د دیموکراتو ځواکونو په ملګړتیا د امریکایی ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.

د البغدادی وژل کېدل دغې ډلې ته یو لوی ګوزار ګڼل کېږی، چې تر اوسه یې د بل مشر په ټاکل کېدو سلا نه ده شوې.

خو دغې ډلې ویلی، که مشر هم ونه لری په سوریه او بهر کې د بریدونو وړتیا لری.

امریکا د البغدادی پر سر ۲۵ میلیون ډالر جایزه اعلان کړی وه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلی، د “اسلامی دولت” ډلې غړی په هغه چاودنه کې وژل شوی، چې البغدادی پر ځان پورې د تړلو چاودېدونکو توکو له کبله کړې وه.

ټرمپ وایی، له البغدادی سره د هغه درې ماشومان هم وژل شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید