روزنامه اصلاح

د افغان پُست شرکت د آنلاین خدمتونو سیستم پرانیستل شو

افغان پُست شرکت د خپل عامه خدمتونو آنلاین سیستم پرانیست.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغان پُست شرکت لوى رییس وحید ویس په یوه خبری غونډه کې وویل چې دغه سیستم د دولتی ادارو د ډول ډول عامه خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا لری.
ویس دې ته په اشارې سره چې افغان پُست شرکت اوس له بهرنیو چارو وزارت سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړى دى او یواځې دغه وزارت ته خدمتونه وړاندې کوی او له ټولو هغو دولتی ادارو څخه چې عامه خدمتونه وړاندې کوی؛ وغوښتل چې د افغان پُست شرکت له لارې چې د خپلو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له دغه شرکت سره د همکارى هوکړه لیکونه لاسلیک کړی.
هغه وویل: د هېواد خلک اوس کولاى شی د دغه شرکت ویب پاڼې ته په مراجعې سره د عامه خدمتونو آنلاین سیستم ته ننوځی او وثیقې، تحصیلی سندونه او یا خپله تذکره د بهرنیو چارو وزارت د تصدیق د ترلاسه کولو په خاطر یې د سیستم له مخې پړاوونه بشپړه کړی او له محدودې مودې وروسته چې سیستم هغوى ته ټاکی، خپل بشپړ شوی سندونه له نږدې پوسته خانې څخه ترلاسه کړی.
ویس ډاډ ورکړ چې افغان پُست شرکت د خپل آنلاین خدمتونو سیستم په جوړولو سره په مرکز او ولایتونو کې د خپلو پوسته خانو له لارې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ډول ډول عامه خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیت لری.
د افغان پُست لوى رییس څرګنده کړه چې دغه شرکت ١۵٠ ډوله عامه خدمتونه پېژندلی او د خپل عامه خدمتونو په آنلاین سیستم کې یې شامل کړی دی.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د افغان پُست شرکت د عامه خدمتونو له آنلاین سیستم څخه استفاده، خلکو ته زیاتې اسانتیاوې برابروی چې مهمه یې په یوه سیمه کې د مراجعینو د راټولېدو مخنیوى او د عامه خدمتونو د غوښتونکی د استوګنې په سیمه کې له نږدې پوسته خانې څخه د خدمتونو ترلاسه کول دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید