روزنامه اصلاح

د افغان نجونو زهره اورکسټرا؛ د طالبانو بندیز ماتوونکې

پنځه کاله مخکې یوازې په افغانستان کې د نجونو کمیابه اورکسټرا جوړه شوه، هغه هم په داسې هېواد کې چې څو کاله وړاندې په کې پر موسیقۍ او د نجونو په تعلیم بندیز لګول شوی ؤ.‌

او س ‘زُهره’ اورکسټرا په لومړی ځل برتانیا ته تللې ده.‌ هېڅوک دا ادعا نه شی کولی چې په افغانستان کې طالبان په بشپړ ډول له منځه تلللی دی. خو دوه لسیزې مخکې په افغانستان کې د موسیقۍ د ملی انستېتیوت جوړېدل ناممکنه چاره وه.

دا انستېتیوت په ۲۰۰۸ کال د افغان ځوانانو د موسیقۍ د زدکړې د ودې په موخه جوړ شو. څو کاله ترې مخکې پلازمېنه کابل د طالبانو له ولکې وتلې وه.

سحر ملکزۍ: موسیقۍ نوې نړۍ سره اشنا کړم ‌‌د طالبانو د واکمنۍ پرمهال، موسیقۍ او سندرې بندې وې،‌ خو اوس د موسیقۍ دغه ملی انستېتیوت کابو ۲۵۰ نجونو او هلکانو ته د موسیقۍ مهارتونه ورښیی. دا شمېر ۳۲۰ ته لوړېدونکی دی او پلان دا دی چې د هرات، مزار شریف او جلال آباد په څېر لویو ښارونو ته هم وغځېږی.

د دغه انستېتیوت کابو ۷۰ سلنه ځوانان د عادی کورنیو بچیان دی. ځینو یې پر واټونو پېر او پلور او د کار کولو مخینه درلوده، سبزیجات، پلاستیکی خلتې او ژاولې به یې د خپلو کورنیو د مالی ملاتړ په موخه پلورلې. د دوی عمرونه د ۱۲ او ۲۰ کلونو ترمنځ‌ دی.

پنځه کاله وړاندې، د دغه انستېتیوت مشر ډاکټر احمد سرمست داسې یوه نوې پروژه پیل کړه چې په ځانګړې توګه نجونې ترې ګټه اخیستی شی.

دی وایی: “یوه زده کوونکی راته وویل د پاپ موسیقۍ غږولو لپاره دی څلورو پنځو نجونو ته اړتیا لری. دې فکر یې حیران کړم،‌ خو وروسته په ډاګه شوه چې د انستېتیوت ډېری نجونې ورسره یوځای کېدل غواړی. همدا وو چې د موسیقۍ د یوې بشپړې ډلې په اړه مو خبرې پیل کړې”.

سرمست زیاتوی: “د افغانستان لپاره دا یوه نوې نړۍ ده، ځکه د طالبانو په واکمنۍ کې نه یوازې د موسیقۍ اورېدل او غږول ناممکن کار ؤ، بلکې په ټولنه کې ښځه په بشپړه توګه رټل شوې وه.”

دا اورکسټرا د “زهره” په نوم نومول شوی. زهره د فارسیانو د موسیقۍ الهه وه.

په دې انستېتیوت کې کابو ۱۰۰ نجونې موسیقۍ زدهکوی. ۲۳ یې برتانیا ته تللې دی. دوی به په لندن کې له سانت جونز اورکسټرا سره یوځای موسیقۍ وغږوی. دوی خپل دودیز افغانی موسیقۍ توکی لکه رباب،‌ طبله او دوتار هم له ځانه سره وړی دی.

د افغان نجونو د موسیقۍ دغې ډلې مشری ۲۲ کلنه نګین خپلواک کوی، چې په خپله ډله کې تر ټولو مشره ګڼل کېږی. نګین په یاد انستېتیوت کې له جوړېدو لږ وروسته فعالیت پیل کړ، خو د موسیقۍ د ډلې د مشرۍ لپاره یې کومه ځانګړې مفکوره نه لرله.‌

هغې په دبۍ، امریکا، هند، جرمنی او سویټزرلنډ کې هم خپل هنر ښودلی دی.‌

دا وایی: “د افغانی موسیقۍ د ډلې مشری راته اسانه کار ښکاری. موږ ټول د موسیقۍ پر لوېدېځو نښو پوهېږو.”

په پام کې ده چې د راتلونکې جمعې په ورځ د لندن موزیم کې دا ډله د موسیقۍ غږولو پروګرام مخته یوسی. دوی برتانیا ته له تللو مخکې هم نور پروګرمونه جوړ کړی دی.

وینسنټ ډاوډد بی بی سی هنری خبریال

ممکن است شما دوست داشته باشید