روزنامه اصلاح

د افغان حکومت او طالبانو استازو د سولې خبرې پیل کړې

د افغانستان د اسلامی جمهوریت او طالبانو مذاکراتی ټېمونو تر اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا په قطر کې د خپلمنځی ناستو د پییلېدو خبر ورکړی دی.
دواړو لورو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلی چې یاده ناسته د دواړو هیئتونو د مشرانو او ځینو غړیو ترمنځ په ښه فضاء کې تر سره شوه.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت مذاکراتی پلاوی په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلی چې په دغه ناسته کې د مذاکراتو پر دوام ټینګار وشو: “نن ماښام د بین الافغانی مذاکراتو دواړو هیئتونو د مشرانو او ځینو غړیو تر منځ په ښه فضا کې ناسته ترسره شوه.”
په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسی دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلی چې په یاده ناسته کې ټاکل شوو کاری ګروپونو ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړی.
د افغان سولې په اړه د بین الافغانی مذاکراتو دوهم پړاو د تیرې جنورۍ میاشتې پر نهمه په دوحه کې پرانیستل شو، خو وروسته د د دواړو پلاو ترمنځ د کاری اجنډا پر سر د ځینو اختلافاتو له امله ناستې تر سره نه شوې.
افغان چارواکو ویل چې د دوی پلاوی مذاکراتو ته چمتو دی، خو طالب پلاوی یې د مذاکراتو په ځنډېدو تورن کړ.
د افغانستان د مصالحې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله تر دې مخکې ویلی وو چې د طالبانو مذاکراتی پلاوی د سولې خبرو پر ځای په سیاسی سفرونو بوخت دی، خو طالبانو هغه مهال په دې اړه څه نه و ویلی.
پر همدې مهال د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکراتی پلاوی غړی سید منصور سعادت نادری پرون سې شنبه په یوې ناستې کې وویل چې د افغانستان خلک سوله غواړی او په وینا یې په دې برخه کې هڅې روانې دی.
هغه هیله وښودل چې د افغان سولې په اړه خبرې به په ښه لوری حرکت وکړی.
بلخوا یوناما پخپل راپور کې وویل چې د سولې خبرو له پیلېدو سره په دغه هیواد کې ملکی مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید