روزنامه اصلاح

د افغانستان کرکټ ملی لوبډله د نړیوال جام په لوری روانه شوه

د افغانستان د کرکټ ملی لوبډله پرون جمعه (د غویی ۱۳) د کرکټ د نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره انګلستان ته روانه شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ‌ مشر عزیز الله فضلی د لوبډلې د روانېدو په مراسمو کې وویل افغان لوبغاړی پخوا شنه زمریان یا (Blu tigers) نومېدل خو له دې وروسته به افغان اتلان یا (#AfghanAtalan) یادیږی. په دې اړه ټویټر کې یو هشتګ هم جوړ شوی دی.

په دې مراسمو کې د پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان نه هم د هغه د پخوانیو زیارونو له کبله مننه وشوه. ښاغلی افغان نوی لوبډلمشر ګلبدین نایب ته د کپټانۍ پګړۍ پر سر کړه.

ګلبدین نایب وویل افغان اتلان، د نړیوال جام سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی لری. نایب زیاته کړه دی پر ځان ډاډه دی ځکه د ده په وینا مشران لکه اضغر او د نبی په شان لوبغاړی یې ملتیا کوی.

د نایب په وینا په راروان نړېوال کپ کې به افغانستان ته ښې لاسته راوړنې ولری.

د افغانستان ملی لوبډله د نړېوال کپ د سیالیو مخکې سکاټلند سره د روانې میاشتې په نهمه او لسمه دوه پنځوس اوریزې لوبې او له هغه وروسته دوه نورې لوبې د ایرلنډ سره لری.

نړیوال جام ته د افغانستان لوبډله د اپرېل میاشتې په ۲۲ تاریخ اعلان شوه چې ګلبدین نایب یې کیپټانسی کوی.

په دې ۱۵ کسیزه لوبډلې کې نور لوبغاړی شهزاد محمدی ویکټ ساتونکی، نورعلی ځدراڼ،
حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدی، نجیب الله ځدراڼ،
سمیع الله شینواری، محمد نبی،
راشدخان ارمان، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، حمید حسن او مجیب ځدراڼ” شامل دی
.

درې لوبغاړی اکرام علی خېل، کریم جنت او سعید شېرزاد د احتیاطی لوبغاړو په توګه غوره شوی دی.

د نړېوال جام سیالۍ د روانې زېږدیزې میاشتې په پاې کې پیلیږی چې انګلستان او ویلز یې کوربه توب کوی.

د افغانستان لمړی لوبه د جون میاشتې په لمړی ورځ د اسټرالیا لوبډلې سره ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید