روزنامه اصلاح

د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۹ نړیوال جام لپـاره پنځلـس کسیزه لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۹ نړیوال جام لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه،تېره ورځ دوشنبې د ثور په دوهمه نیټه د افغانستان کرکټ بورډ د غوراو کمېټې لخوا راتلونکی یو ورځینې لوبو نړیوال جام لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د یو ورځینې لوبو نړیوال جام چې دا ځل به انگلستان کې ترسره شی د مې په ۳۰مه نیټه به پیل او د جولای تر ۱۴مې به دوام وکړ، چې په دې لړ کې به هره لوبډله نهه لوبې ترسره کړ او هرې لوبډلې چې ډېرې لوبې وگټلی هغه لوبډله به د مخته تگ چانس تر لاسه کړ.

پدې نړیوال جام کې به د افغانستان په شمول لس لوبډلې گډون وکړ چې هره لوبډله به د یو بل پر وړاندې د لوبو ډگر ته لاړه شې او پدې لوبډلو کې افغانستان او ویسټندیز هغه لوبډلې د چې د غوراو پړاو څخه یې لاره ورته موندلی. د نړیوال جام لپاره څو موده وړاندې د کرکټ بورډ لخوا ۲۳ کسیزه لوبډله د تمریناتو په موخه سویلی افریقا ته لیږل شو وه چې د تمریناتو په پای کې د هغو څخه ۱۵ کسیزه لوبډله نړیوال جام لپاره غوره شوه، چې نوم لړ یې په دې ترتیب دی؛ گلبدین نائب لوبډل مشر، حضرت الله ځاځی، شهزاد محمدی، نور علی ځدران، اصغر افغان، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدی، محمد نبی، نجیب الله ځدران، راشد خان، سمیع الله شینواری، دولت ځدران، آفتاب عالم، حمید حسن او مجیب الرحمان.

د افغانستان کرکټ ملی لوبډله په همدې نوم لړ سره په نړیوال جام کې خپله لومړی لوبه د جون په لومړ تاریخ د استرالیا ملی لوبډلې پر وړاندې ترسره کړ او د نړیوال جام په لړۍ کې خپله دوهمه لوبه به د جون په څلورمه له سریلانکا سره، د جون په اتمه د نوې زیلنډ سره، د جون په پنځلسمه د سویلی افریقا سره، د جون په ۱۸مه له کوربه هېواد انگلستان سره، د جون په ۲۲مه له هندوستان سره، د جون په ۲۴مه بنگلادیش سره، د جون په ۲۹مه پاکستان سره او خپله وروستۍ لوبه به د جولای په څلورمه نیټه له ویسټندیز سره ترسره کړ.

د یادونې وړ ده دا د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې دوهم ځل دی چې د یو ورځینو لوبو په نړیوال جام کې گډون کو چې تېر ځل یې د ۲۰۱۵ نړیوال جام چې په استرالیا کې ترسره شو او کوربه هېواد یې اتلوالی هم تر لاسه کړه افغانستان کولای شول چې په نړیوال جام کې خپله لومړی بریا د سکاټلند خلاف په خپل نوم کړ.

دا چې د تېرو څلورو کالو راهیسې د افغانستان په ملی لوبډلې کې ډېر تغیرات راغلی او لا پسې پیاوړی شو نړیوال یې حېران کړ.

د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې د یو ورځینو لوبو مزل لس کلن شو او په دې کمه موده کې د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې ډېر لوی واټن وهلی.

د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې خپله لومړ یو ورځینې لوبه له نن څخه لس کاله وړاندې د سکاټلنډ خلاف تر سره کړې وه چې بری د افغان لوبډلې په برخه شو وو.

دا چې افغان اتلان نن د نړۍ تر ټولو لوی لیگ ای پی ال کې تر ټولو ښه ځلیږ نړیوال یې گوته په غاښ کړﻱ. له بلې خوا د کرکټ نړیوال مبصرین په دې تبصره کو، چې آیا افغانستان به د لوبډلې سره د ۲۰۱۹م په نړیوال جام لوبو کې تاریخ جوړ کړ که نه ؟

نن سبا د افغانستان کرکټ ملی لوبډله یوه له هغو لوبډلو څخه حسابیږ چې د نړۍ په سطح پرې حساب کیږ.

له بلې خوا د کرکټ نړیوال شورا د یوې ټول پوښتنې په ترڅ کې د افغانستان کلید بخش توپ اچونه ښودل شو، ځکه د افغانستان کرکټ په ملی لوبډلې کې درې تر ټولو غوره سلو یا سپین توپ اچوونکی شتون لر( راشد خان، محمد نبی او مجیب الرحمان) چې نړیوال یې حېران کړ.

د چټک یا تېز توپ اچونې برخه کې به دو سره حمید حسن، دولت ځدران او آفتاب عالم ملگرتیا کو.

حمید حسن، چې ډېره موده پس دملی لوبډلې سره یو ځای شو کرکټ بورډ ډاډ څرگند کړ چې نوموړی اوس د لوبو لپاره چمتو دی او یو ځل به بیا دخپل هېواد لپاره ښې لوبې ترسره کړ او هېواد ته به ویاړ وروبخښی.

افغان کرکټ بورډ ویلی چې مونږ دا ځل یوې نوې لوبډلې او نوی لوبډل مشر سره نړیوال جام ته روانیږ او هیله یې ښودلې چې دا ځل به په زړه پوری لاسته راوړنې ولرو.

امید ځاځی

ممکن است شما دوست داشته باشید